لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلې او د افغانانو د امن هیلې


واشنګټن ــــ په 28 سېتمبر کال 2019م کې افغانستان په څلورم ځل د ولسمشرۍ ټاکنو ته ټولې تيارۍ نيولي او نړۍ هم گوته په خوله ده چې د ټاکنو پايلې به د افغانستان د امن په خبرو اترو څه اغېزې ولري.

د افغانستان د انتخابي کمېشن د چارواکو په وينا په هېواد کې شا و خوا 5000 پولنگ سټيشنو ته د گڼ شمېر ښځو په گډون انتخابي عمله رایې اچولو پاڼې ور رسول شوي او نور مهم گامونه پورته شوي.

حکومتي چارواکي وايي د 72000 پورې امنيتي سرتيري د ټاکنو په ورځ د امنيت د ټينگولو په خاطر په ټول هېواد کې گومارل شوي. د امنيتي چارواکو په وينا 400 ته نزدې ولسواليو کې انتخابات تر سره کيږي چې 50 پکې حساس گرځول شوي.

ټاکنې سره د گواښونو او د دې غوښتنې چې بايد لومړيتوب سولې ته ورکړل شي او د انتخابونو عمل دې د سولې د خبرو د کاميابۍ وروسته تر سره شي د افغانستان د حکومت او په خصوصي توگه د ولسمشر اشرف غني د سخت غبرگون سره مخ شوی.

ولسمشر اشرف غني ټينگار وکړ چې د طالبانو سره د امن د خبرو اترو ته يو منتخب حکومت کولی شي د ولس په نمايندگۍ کښېني او دا چې انتخابونه په هر حال کې کول غواړي دغه وېرې او غوښتنې په شا کړې.

په انتخابي کمپين کې هم دا ليدل کېدل چې يواځې د ولسمشر اشرف غني ډله د ترهگرو بريدونو هدف وه چې په پروان او کندهار کې په بمي چاودنو کې تر 40 پورې خلک ووژل شول او يو گڼ شمېر نور ټپيان شول خو بيا هم نه انتخابي کمپين ودرېدلی او نه خلک جلسو ته د تللو منع شوي.

په تېرو ولسمشريزو انتخابونو کې سره د طالبانو د گواښونو او بريدونو نه يواځې گڼ شمېر ښځو برخه اخیستې وه بلکې په هرات کې طالبانو د دوو رایه اچوونکو سړو نه هغه گوتې پرې کړې وې چې د ووټ اچولو سياهي پرې لگېدلې وه.

د څېړنکارانو تر مخه په اوسني انتخابي کمپين کې تر اتلسو پورې نمايندگانو برخه اخیستې ده خو اټکل کيږي مقابله د ولسمشر ډاکټر اشرف غني او د اجرايیه ريس ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ ده.

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې د يوې مقالې تر مخه ولسمشر اشرف غني په خپلو نورو مخالفينو لاسبری ښکاري خو ډاکټر عبدالله عبدالله هم د مقابلې نه بهر نه دی.

د کال 2014م د انتخابونو نتيجې متنازعه وگرځول شوې چې په پايله کې يې د ملي يووالي په نوم حکومت جوړ شو چې د صدر د څوکۍ سره سره د ډاکټر عبدالله لپاره د اجراييه ريس څوکۍ هم پيدا کړی شوه.

دې ځل په خپل انتخابي منشور او انتخابي کمپين کې ډاکټر اشرف غني ژمنه کړې که منتخب شو د ملي يووالي په نوم د حکومت ډانچه به له منځه وړي.

په جنگ ځپلي افغانستان کې د جمهوريت د نظام لاندې د يو شمېر کميو او ناامنيو تر څنگ غټې لاس ته راوړنې هم شوي چې پکې د پارلماني نظام په مخه بوتلل، د هېواد په ټولو ولايتونو کې مرکزونه او مهم ښارونه د حکومت د ولقې لاندې ساتل دي.

همدارنګه ملي اردو ورځ تر بله قوي کېدل، د امنيت حالت د تېر په نسبت ښه کېدل، د سولې د خبرو اترو نه افغان ملت او نړيوالو ته هيله پيدا کېدل، د ښځو د حقونو خوندي کول او د جينکو د تعليم په ميدان کې په مخ تلل، د امريکا او ناټو هېوادونو افغانستان ته د دوام دارو مرستو ملاتړ او تر ټولو مهم دا چې د افغانستان اقتصاد مخ په ترقۍ تلل دي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG