لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د سعودي ولیعهد: زه خاشقجي د وژنې ذمه واري پر غاړه اخلم


واشنګټن: د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د وژلو پړه چې تېر کال د سعودي اینجټانو لخوا وژل شوی وو منلې ده.

د رویټرز خبري ادارې د یو راپور له مخې، محمد بن سلمان دغه خبرې په هغه مستند فلم یا ډاکومنټرۍ کې کړې دي کومه به چې په راتلونکې اونۍ کې خپره شي.

دا لومړی ځل دی چې محمد بن سلمان چې دا وخت د سعودي واکمن دی د خاشقجي په پېښه کې په ښکاره د پړې منلو یادونه کړې.

خاشقجي تېر کال د ترکیې په استانبول کې د سعودي عرب د استخباراتو لخوا چې محمد بن سلمان ته وفاداره وو وژل شوی وو.

د خاشقجي په وژنه باندې په نړیواله توګه شور جوړ شوی وو او د ولیعهد انځور ته یې زیات تاوان کړی وو.

ولیعهد محمد بن سلمان د پي بي اس مارټین سمېت ته ویلي:

"دا پېښه زما د سترګو لاندې شوې. زه یې ټوله پړه په غاړه اخلم ځکه دا زما د نظر لاندې شوې ده."

ټاکل شوې ده چې دغه ډاکومنټري به د اکټوبر په لومړۍ نېټه د خاشقجي د وژل کېدو د کلیزې له رارسېدو څخه مخکې خپره شي.

د رویټرز خبري ادارې د راپور له مخې سعود القحطاني چې د سعودي د شاهي کورنۍ جګ پوړی سلاکار ګڼل کېږي د سکایپ له لیارې وژونکو ته د خاشجقي د وژنې امر ورکړی.

XS
SM
MD
LG