لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محب د م م عمومي اسامبلۍ ته: افغان ځواکونو دا ثابته کړه چې د ډیموکراسۍ ساتنه کولای شي


واشنګټن: د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حمد الله محب د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې وویل، افغان ځواکونو دا ثابته کړه چې د ډیموکراسۍ ساتنه کولای شي.

ښاغلي محب دغه څرګندونې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ ۷۴ غونډې ته په وینا کې وروسته له هاغې وکړې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې د تېرې خالي یا شنبې په ورځ ترسره شوې.

که څه هم وسلوالو طالبانو ددغو ټاکنو د ترسره کېدو په وړاندې زیات ګواښونه کړي وو خو د ټاکنو په ورځ په ټول هېواد کې کومه ستره ناوړه امنیتي پېښه رامنځ ته نه شوه.

طالبانو او د هغوی ملاتړو ته پیغام:

حمد الله محب د خپلو خبرو په دوام یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې له بهیر سره دې یوځای شي.

"له مونږ سره د سولې په بهیر کې یوځای شئ او که نه نو مونږ به مو پرضد جګړه جاري وساتو او لکه څرنګه چې په ملګروملتونو کې د افغانستان استازې عادله راز تېره اونۍ وویل، بریا هم زمونږ ده."

ښاغلي محب یو ځل بیا د ترهګرۍ په وړاندې په سیمه کې د پرېکړنده ګامونو پر پورته کولو ټینګار وکړ.

نوموړي د سولې په بهیر کې د افغانستان له شریکانو او ملاتړو مننه وکړه چې په دغه ډله کې یې د امریکا، اروپايي ټولنې، جرمني، ناروې، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، اندونیزیا او ازبکستان څخه په ځانګړي توګه یادونه وکړه.

ښاغلي محب زیاته کړه، د ولسمشریزو ټاکنو پایلې چې هر ډول وي، خو یو څه چې روښانه دي هغه دا دي چې دولت ته سوله لومړیتوب وه او وي به.

د ولسمشریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته په ټاکنو کې د ولسمشر اشرف غني مرستیال امرالله صالح او سیال کاندید ډاکټر عبدالله عبدالله دواړو په ټاکنو کې د بري ادعا کړې.

خو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند زبیح الله سادات ویلي، چې په ټاکنو کې د بري ادعا له وخت مخکې ده او د ټاکنو اصلي ګټونکی به د ټولو رایو له شمېرولو وروسته اعلانېږي.

ډیموکراسي (ولسواکي):

حمد الله محب په خپلو خبرو کې وویل، نږدې درې میلیونو افغانانو د ترهګرۍ له ګواښونو سره سره په افغانستان کې د ځوانې ډیموکراسۍ په بهیر کې د ولسمشرۍ په څلورم ځل ټاکنو کې رایه ورکړې.

ده وویل، ښځو او سړو ټولو رایه ورکړې، ځینو ډېرو زړو خلکو رایه ورکړې چې ښايي دا یې د عمر وروستی ځل رایه اچونه وي، ځینو نویو ځوانانو د لومړي ځل لپاره رایه ورکړې، معزورو خلکو او هغو خلکو هم رایه ورکړې چې پخوا ترې د رایه ورکولو له امله طالبانو ګوتې هم پرې کړې وې.

ښاغلي محب وویل: مونږ ټولو یواځې ولسمشر ته رایه نه ده ورکړې بلکه مونږ ډیموکراسۍ ته رایه ورکړې، خپل اساسي قانون ته مو رایه ورکړې، د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره مو رایه ورکړې، مونږ سولې ته رایه ورکړې، مونږ د افغانستان اسلامي جمهوریت ته رایه ورکړې او زه له همدې امله خپلو ټولو هېوادوالو ته مبارکي وایم.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG