لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر پښتونخوا کې بارانونو اؤ سیلابونو اته کسان وژلي


دخیبر پښتونخوا په مردان اؤ بره دیر سیمه کې د بارانونو اؤ سیلابونو په پېښو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي.

دنهې په ورځ دمردان دبېړنیو مرستو ادارې (۱۱۲۲) ویلي د ځول اؤ باران له امله مردان کې د ځېنو کچه کورونو کوټې غورځېدلي چې له امله یې پینځه کسان مړه شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي.

دغه اداره وایي په کاټلنګ سیمه کې د ذاکر نومي سړي دکور کوټه غورځېدلې چې پکې پخپله ذاکر،دهغه میرمن،ده کلنه لور سپنا اؤ دوه کلن زوئ عبدالصمد مړه شوي دي.

همدغه شان په ګدهر افضل اباد کې هم دیو کور دیوال غورځېدلی چې پکې یو اویا کلن قلندر شاه مړه شوی اؤ اتلس کلن حمزه ژوبل شوی دی.

دمردان په بابیني سیمه کې د یو کور د چهت غورځېدو پېښه کې مور اؤ دهغې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

سرچینې وایي د خیبر پښتونخوا په بره دیر کې هم د سختو بارانونو وروسته سیلابونه راوتلي اؤ درې ماشومان یې لاهو کړي چې پکې د دوؤ ماشومانو مړي له سیلابي اوبو راویستل شوي اؤ یو تن بې درکه دی.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي دسیلابونو راختلو له امله څلور تنه ژوبل شوي هم دي.

په پاکستان اؤ ځانګړي توګه خیبر پښتونخوا کې زیاتره د پشکال دبارانونو له امله سیلابونه راځي اؤ کچه ودانۍ غورځېږي چې پکې امله یې مرګ ژوبله رامنځته کیږي

تیرکال هم داګست په میاشت کې د پشکال د بارانونو له امله د پاکستان په بیلابیلو برخو کې راغلو سختو سیلابونو تر ٣٠٠٠٠٠ پورې خلک اغیزمن کړي وؤ اؤ په دغو سیلابونو ١٠٨ کسان مړه شوی وؤ

کال ٢٠١٠ کې د پاکستان په تاریخ کې بدترین سیلابونه راغلې وو چې پکې تر ٢٠٠٠ پورې کسان مړه شوي او د دوه لکو نه زیات نور خلک پکې متاثر شوي وو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG