لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوهاټ:وسله والو دوه نرښځیان په ډزو ژوبل کړي


دخیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دوه نرښځیان ژوبل شوي اؤ پولیس وایي چې له ډزو وروسته برید کوونکي دپېښې له ځائ څخه تښتېدلي دي.

دکوهاټ دسټي پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ اؤ فیاض خان د نهې په ورځ امریکه غږ ډیوه ته ویلي په جاوید اؤ حمدالله نومې دې نرښځيانو تیره شپه دوؤ نامعلومو وسله والو چې په موټر سائیکل سپاره وؤ ډزې کړي اؤ‌ هغوئ یې ژوبل کړي دي.

دپولیسو دغه مشر وایي په پېښه کې ژوبل شوو نرښځیانو ورته ویلي چې هغوئ برید کوونکي نه دي پیژندلي چې څوک وؤ اؤ دوئ باندې یې ولې ډزې کړي دي.

خو پولیس شک ښایي چې دنرښځیانو له وړاندې دیو چا سره څه شخړه روانه وه اؤ کیدای شي په دوئ ډزې هم له دغې شخړې له امله شوي وي.

ایس ایچ او وویل پولیس دپېښې پلټنې پیل کړي اؤ دموقعې نه ځېنې شهادتونه هم راټول کړل شوي چې دهغې په اساس به زر دې پېښه کې ککړ کسان ونیول شي.

په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا صوبه کې د نرښځيانو د وژلو،ځورولو اؤ وهلو پېښې سیوا شوي اؤ یوازې د روان کال په تیرو نهو میاشتو کې په صوبه کې پینځه نرښځيان وژل شوي دي.

د نرښځيانو د خپلې اتحاديې د شمېرو ترمخه د کال ۲۰۱۵م نه تراوسه پورې ټوله صوبه کې ۶۹ نرښځيان وژل شوي دي چې په هغوئ کې د زیاترو وژونکي نه دي نیول شوي اؤ ازاد ګرځي.

دخیبر پښتونخوا دنرښځیانو داتحادیې مشر فررانې امریکه غږ ډیوه ته ویلي ه نزدې ورځو کې په صوبه کې یو شمیر نرښځیان وژل شوي اؤ دګڼو نورو سره غیرانساني اؤ غیر اخلاقي چلندونه شوي خو پولیسو په دغو وژنو اؤ ځورونو کې ککړ ډیر لږ خلک نیولي اؤ چې کوم ونیول شي نو هغوئ هم دعدالتونو نه ځانونه په ضمانتونو راخلاص کړي.

فرزانه وایي چې که چرې محکمه د هیجراګانو په وژلو اؤ ځورولو کې ککړو یو څو تنانو ته سختې سزاګانې ورکړي نو نور به پخپله بیا دخپل دانجام له ویرې نرښځي نه شي وژلی یا ځورولی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG