لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دحکومت لخوا پي ټي ایم ته دپرامنه فعالیت دپاره شرطونه


دپاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دوؤ مهمو مشرانو اؤ دمرکزي پارلیمان غړو علي وزیر اؤ محسن داوړ ته شرط اېښی چې که چرې هغوئ‌ پخپلو ویناګانو کې په پوځ دټکونو نه لاس واخلي اؤ دپاکستان په ایجنډا عمل وکړي نو تنظیم(پي ټي‌ ایم) ته یې دپرامنه فعالیت مخه ازاده پرېښودل کیږي.

دپاکستان ډان ورځپاڼې د نهې په ورځ لیکلي دهیواد د دفاع د چارو وزیر پرویز خټک اؤ دکورنیو چارو وزیر اعجاز شاه تیره ورځ دعلي وزیر اؤ محسن داوړ سره لیدلي اؤ‌ هغوئ ته یې دمذاکراتو دپاره دحکومت شرطونه مخې ته اېښودلي دي.

ډان پخپل راپور کې لیکلي چې ددفاع وزیر دپښتون ژغورنې غورځنګ دواړو مشرانو ته په ډاګه کړې ده چې” که چرې تاسو دهغه ادارو په ضد خبرې کوئ چې هیواد کې یې امن ټينګ کړی نو ستاسو خبرې ته به غوږ نه اېښودل کیږي”

محسن داوړ اؤ علي وزیر دپوځ اؤ نورو ریاستي ادارو په ضد دخلکو راپارولو په تورونو کې په۲۷مه مئ دخړ کمر دپېښې راپدیخوا زندان ته اچول شوي وؤ اؤ دتیرې میاشتې په وروستیو کې پېښور هائیکورټ دغه دواړه دپارلیمان غړي په ضمانت خوشې کړي دي.

له بند څخه له راخلاصیدو وروسته تیره ورځ په وړومبي ځل محسن داوړ دپارلیمان غوندې ته ورغلی ؤ اؤ پارلیمان ته یې خپله وینا کې ویلي وؤ چې هغه ریاست څخه د وفادارۍ سند ترلاسه کولو ته هیڅ اړتیا نه لري.

د راپور له مخې دمحسن داوړ اؤ علي وزیر سره د کورنیو چارو اؤ ددفاع د وزیرانو په لیدنه کې ددفاع وزیر پرویز خټک ویلي چې “پوځ هم (د وزیرستان څخه) راوتل غواړي اؤ که ستاسو ایجنډا پاکستان وي نو زه اماده یم چې خبرې درسره وکړم”

پرویز خټک زیاته کړې چې حکومت د تیر یو کال راهسې پي‌ ټي ایم ته د خبرو اترو وړاندیزونه کوي خو متاسفانه چې دا تنظیم دخبرو نه ډډ‌ه کوي.

د پرویز خټک په وینا” تاسو ولې له خبرو ډډه کوئ،که ستاسو ایجنډه څه نور څه وي وي نو بیا دا خبرې اترې نه شي کیدلی”

امریکا غږ ډیوه دمحسن داوړ اؤ علي وزیر سره پرله پسې دتماس نیولو هڅه وکړه ترڅو دهغوئ څخه معلومه کړي چې حکومتي استازو ته یې داېښودل شوؤ شرطونو په هکله څه ځواب ورکړی؟ خو علي وزیر ټيلي فون ته ځواب ونه ویلو اؤ دمحسن داوړ فون سره اړیکه نه ټینګیدله.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG