لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان وايي که خليلزاد وغواړي په اسلام اباد کې ورسره ناستې ته اماده يُو


په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند وايي، که زلمی خليلزاد وغواړي نو د طالبان اماده دی چې په اسلام اباد کې ورسره خبرو ته کښېني.

د طالبانو د قطر د سياسي دفتر وياند سهېل شاهين ويلي نن د شورو، چارشنبې په ورځ ناوخته د طالبانو پلاوي پاکستان ته ځي او تر شپږم اکتوبر پورې به هلته وي.

د راپورونو ترمخه د افغان سولې خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هم د اسلام اباد په سفر دی.

وايس اف امریکا سره په خبرو کې د طالبانو وياند سهېل شاهين وويل، "اتفاقا خليلزاد هم هلته دی زه په يقين سره نه شم ويلی چې د هغه د طالبانو د پلاوي سره خبرې وشي خو که هغه وغواړي تړون ته دې بيرته راشي نو دوي خو په خپله خبره ولاړ دي چې بيرته خبرو ته راشي".

شاهين زياته کړې د طالبانو د پلاوي د پاکستان د سفر کومه خاص ايجنډا نشته خو د کډوالو مسلې دي دوه اړخيزې خبرې دي او د امریکا د صدر ډانلډ ټرمپ د ټويټ وروسته د سولې د خبرو ځنډ او حالات دي او دا ټول هر څه په جامع ايجنډا کې شامل دي او دوي به د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت د لوړ پوړو چارواکو سره ويني.

نوموړي وويل د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو ۱۲ کسيزه پلاوی د پاکستان سفر کوي.

سهېل شاهين وويل دا د وړاندې نه پلان شوی سفر دی او د دې سفر دپاره پاکستان دوي ته بلنه ورکړې وه.

په اسلام اباد کې زلمي خليلزاد سره د ناستې او خبرو په اړوند د طالبانو ویاند وويل دوي ګڼي چې جګړه د مسلې حل نه دی او دوي سوله ييزه حل غواړي.

هغه وويل په يو کال کې د دوي ترمنځ د خبرو نهه پړاؤنه شوي او دوي په اخره کې يو تړون ته هم رسېدلي وو که هغه وغواړي چې خبرې وشي او د دې وروسته به بېن الافغاني خبرې هم پېل شي.

"که هغه (خليلزاد) وغواړي خبرې ورسره کېدی شي".

اسلام اباد ته د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو دا سفرونه په داسې حال کې کیږي چې امریکا ته د خپل اوسني سفر په مهال د پاکستان وزیراعظم ښاغلي عمران خان د زلمي خلیلزاد سره لیدلي وو او له هغه یې هیله کړې وه چې امریکا باید طالبانو سره د سولې ودرول شوې خبرې بیرته پیل کړي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په دغه لیدنه کې ښاغلي خلیلزاد ته دا باور هم ورکړی ؤ چې پاکستان به له خپله انده افغانستان کې دسولې په عمل هر رقم مرسته وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG