لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داستخباراتي ادارو دکړنو په ضد ولاړ ججان دستونزو سره مخ کیږي،قانون پوهان


دپېښور هائیکورټ مشر قاضي وقار احمد سيټهـ د بې درکه کړل شوو کسانو په دوسیه کې دپاکستان داستخباراتي ادارې ایي ایس ایي مشر رابللی دی،خو قانون پوهان وايي چې له دې وړاندې هم ځېنو ججانو داستخباراتي ادارو پر ضد فېصلي کړېدي خو له دغو فيصلو روستو ياد ججان د ستونزو سره مخ شوې دي ۔

په دې اړه د پېښور دایالتي محکمې وکيل فرهاد اپريدي ډيوه نيوز ته وويل چې په زياتره هغه دوسیو کې ججان د ستونزو سره مخ شي چې د رياستي ادارو پر ضد وي.

نوموړي زياته کړه چې دپاکستان ائین دهرې ادارې د واک اؤ کار ساحه ټاکلې ده ځکه نو پکار ده چې هره اداره باید د ائین دچوکاټ دننه خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.

د پېښور ایالتي محکمې د دفاع وزارت او د کورنیو چارو وزارت له خوا دانصاف شاه نومې بې درکه تن په مقدمه کې د متضادو دریځونو وړاندې کولو له امله د هېواد داستخباراتي ادارې دمشر په ګډون د دواړو وزارتونو چارواکو ته امر کړی چې د اکتوبر پر 14مه نيټه عدالت ته وړاندې شي.

پېښور هایکورټ ته د تراب خان نومي تن له خوا د ورکړل شوې عریضې وکیل رضا خان ساپي امریکه غږ ډيوه ته وویل چې د ضلع مهمند انصاف شاه د څو کالو راهسې بې درکه دي،

دانصاف شاه کورنۍ په پېښور هائیکور کې د بشري حقونو د ژغورنې څانګې او هائیکورټ ته درخواست ورکړی ؤ او غوښتنه یې کړې وه چې که هغه کوم جرم کړی وي عدالت ته دې وړاندې کړل شي او که نه وي نو خوشې دې کړل شي.

پخوانی سنېټر او د بشري حقونو د کمېشن پخوانی مشر افراسیاب خټک وایي چې حکومت کې راتلو نه مخکې دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشرانو ژمنه کړې وه چې د جبري بې درکه خلکو د ستونزې هوارولو لپاره به قانون جوړوي، ولې لا تر اوسه په دې اړه قانون سازي نه ده شوې.

قانون پوهان وايي چې د پاکستان د نورو صوبو او سیمو په پرتله په خیبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د په زوره دبې درکه کړل شوؤ خلکو ستونزه ډېره حساسه ده۔

بلخوا مرکزي حکومت پېښور هائیکورټ ته خواست کړی چې هغه ۱۷۰ دوسیې کومو کې چې دغه تنانو ته فوځي محکمو دترهګرۍ په تور کې سزا ګانې اورولې دي د هغې د پاره دې ستر بینچ یا څانګه وټاکي.

د پېښور هايي کورټ دموجوده چيف جسټس وقار احمد سېټهـ په مشرې کې يو بينچ تېر کال دپوځي محکمو له لوري په سزا دمحکوم کړل شوؤ ۷۰ؤ نه د زیاتو تنانو دوسیې اوریدلې وې او د هغوي سزاګانې يي ځنډولې وې خو وروسته دغه فيصله سپريم کورټ د مرکزئ حکومت لخوا محمکې ته دشوې عریضې د اورېدنې په نتيجه کې ځنډولې وه.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG