لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان: د پوليو د درېو نورو پېښو مخې ته راتلو سره شمېره ۷۲ ته ورسېده


پاکستان کې د پوليو نوې پېښې مخې ته راتلل دوام لري او د تازه نوؤ درې پېښو مخې ته راتلو سره روان کال د پوليو د پېښو ټوله شمېره ۷۲ ته ورسېده.

د پوليو د مخنيوي د پروګرام د چارواکو په وېنا تازه پېښې په کراچۍ، د خېبرپښتونخوا په تورغر ضلع او د بلوچستان صوبې په جعفر اباد ضلع کې مخې ته راغلي دي.

د خېبرپښتونخوا په تور غر ضلع کې د پوليو پېښې په اړوند د ضلع د صحت چارواکي ډاکتر افتخار ډيوه ته وويل چې په يوه پښه معذوره شوي ماشوم ته يواځې دوه ځله د پوليو څاڅکي ورکړی شوي دي.

سږ کال د پوليو په رامنځته شوؤ پېښو کې تر ټولو زياتې ۵۳ په خېبرپښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلي دي.

په پاتې نورو پېښو کې اته په سيند صوبه، پينځه په پنجاب او شپږ په بلوچستان صوبه کې رپوټ شوي دي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکي وايي د پوليو د نوؤ تازه پېښو د مخې ته راتلو غټ علت د میاندو پلارانو خپلو ماشومانو ته د پوليو څاڅکو ورکولو نه انکار کول دي.

XS
SM
MD
LG