لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد اسلام اباد کې طالبانو سره پرله پسې لیدنې کړي،دواړه خواوې دبندیانو په تبادله صلاح شوي،د رسنیو دعوه


پاکستاني رسنیو دعوه کړې ده چې اسلام اباد کې پرله پسې درې ورځې طالب مشرانو سره له لیدنې اؤ په یو شمیر معاملو اتفاق ته له رسېدو وروسته افغان سولې دپاره امریکایي استازی زلمی خلیلزاد بېرته واشنګټن ته روان شوی دی.

دتیرې پنجشنبې په ورځ دقطر نه د طالبانو یو لوړ رتبه پلاوی د عبدالغني برادر په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلی چې تر اوسه دغلته موجود دی.

رسنیو ویلي چې طالبانو په اسلام اباد کې دپاکستاني چارواکو ترڅنګ زلمي خلیلزاد سره هم پرله پسې درې ورځې لیدنې کړي خو ددې لیدنو په اړوند دواړو خواؤ یا دپاکستان خارجه وزارت په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

دخالي په ورځ دپاکستان یو شخصي ټي وي سماء دطالب سرچنو له خولې ویلي چې دزلمي خلیلزاد اؤ طالبانو ترمنځ پرله پسې لیدنو ته د رسمي مذاکراتو نوم نه دی ورکړل شوی خو دواړو خواؤ په دې لیدنو کې دسولې خبرو دپاره د باور دفضاء رامنځته کولو دپاره په ځېنو شرطونو اتفاق کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د خالي په ورځ دافغان خارجه وزرات سیاسي مرستیال ادریس زمان یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې ویلي چې طالبان اؤ زلمی خلیلزاد اسلام اباد ته دسولې دخبرو دپاره نه بلکې د امریکایي افغان پوهنتون د دوؤ تښتول شوؤ استادانو د خوشې کولو پسر دخبرو دپاره اسلام اباد ته تللی دي.

سماء ټي وي خپل راپور کې دطالب سرچنیو له قوله منلې چې اسلام اباد کې طالب مشرانو زلمي خلیلزاد سره دتښتول شوؤ دوؤ استاذانو په پرېښودلو خبرې کړي اؤ هیله ده درې کاله دمخه تښتول شوي دغه استادان به زر له بنده خوشې کړل شي.

په راپور کې دعوه شوې چې امریکا به ددې تښتول شوؤ استادانو په بدل کې دطالبانو په غوښتنه دهغوئ ۱۱ بندیان له بنده خوشې کوي چې دحقاني شبکې یو مهم مشر انس حقاني هم په دغو بندیانو کې شامل دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG