لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سي پېک ګړندي کولو دپاره نوی قانون، خو اپوزيشن پرې ټکونه کوي


د پاکستان مرکزي حکومت د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) کې د تندۍ راوستلو او د همکارۍ زياتولو دپاره يوه ځانګړې اتهارټۍ جوړولو قانون جاري کړی خو مخالف ګوندونه وايي حکومت د صوبو سره د سلا پرته دغه لانجمن قانون جوړ کړی دی.

د حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ ن سره تعلق لرونکي د قامي اسمبلۍد مواصلاتو د قايمه کمېټۍ مشر ډاکټر عباد الرحمان د صدارتي حکمنامې د لارې د دغه ادارې په جوړښت ټکونه کړي دي.

عباد ويلي د دغسې کولو سره به دا اقتصادي پروژه نوره لانجمنه شي.

د پاکستان سرکاري میډيا ويلي صدر عارف علوي د سي پېک اتهارټۍ قانون لاسليک کړی دی او هدف يې د اقتصادي پروژې سره تړلو تعميراتي کارونو تېزول او په تړلو ادارو کې همکاري باوري کول دي.

چين او پاکستان د سي پېک د پروژو ارزښت نزدې ۶۰ (60) اربه ډالره ښايي.

د اوسني واکمن تحریک انصاف وړاندې مسلم لیګ ن په خپل حکومت کې سي پېک د هېواد د اقتصاد د پرمختيا د قسمت د بدلون په نوم يادولو.

په تېر حکومت کې پاتې شوي ځینې وزيران د عمران خان په حکومت تور لګوي چې د سي پېک سره تړلې يو شمېر پرمختيايي کارونه د ځنډ ښکار شوي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د چین په اوسني سفر کې د اتهارټۍ جوړول د پروژې په ګټه بللي او ويلي يې دي د دې اتهارټۍ مرکز به د وزیراعظم دفتر وي.

خو مخالفه ګوندونه او د بشري حقونو تنظيمونه په حکومت نيوکې کوي چې د پارليمان د لارې د قانون سازۍ کولو په ځای د صدارتي حکم يا ارډيننس جاري کولو تګلاره خپله کړې ده او دغه ګامونه د پارليمان د خپلواکۍ په ضد بلي.

د يادې اتهارټۍ جوړښت ته په غبرګون کې د حکومت مخالفه سياسي ګوند مسلم ليګ ن د مواصلاتو د قايمه کمېټۍ مشر ډاکټر عباد الرحمان وايي د داسې کولو سره به دا اقتصادي پروژه نوره لانجمنه شي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل سي پېک يواځې د مرکزي حکومت پروژه نه ده په دې کې د هېواد ټولې صوبې، د پاکسان د واک لاندې کشمير او شمالي سيمې هم برخه لري خو که حکومت د مشورې پرته په خپل سر داسې ګامونه پورته کوي دا به د پروژې په ګټه نه وي.

ډاکټر عباد په مرکزي حکومت تور لګوي چې د سي پېک پروژې نه پام اړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG