لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسامه بن لادن په مالومولو تورن ډاکټر شکيل د قضيې اورېدو دپاره عدالت د 22 اکتوبر نېټه ورکړه


Shakeel Afridi

پېښور هايکورټ د ډاکټر شکیل افريدي د قضيې اورېدو دپاره د روانې میاشتې اکتوبر ۲۲ (22) نېټه ورکړې ده، د افريدي وکيل ويلي د اېډوکېټ جنرل په خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړل شوه.

د د القاعده د مشر اسامه بن لادن په مالومولو تورن ډاکټر شکيل افريدي وکیل قمر نديم افريدي وي اوای ډیوه سره په خبرو کې وويل د ډاکټر شکیل د قضيې اورېدنه نن بيا ونه شوه په عدالتي کارروایۍ کې د اورېدنې دپار بيا بله نېټه ورکړی شوه.

هغه وویل د پېښور هایکورټ مشر قاضي وقار احمد سېټهـ د اورېدنې په مهال وويل هغه غواړي چې دا قضيه وشي او زر تر زره د پخوانۍ فاټا کېسونه ختم شي.

هغه زياته کړه اېډوکېټ جنرل د قضيې د اورېدنې دپاره د بلې نېټې دپاره خواست او منتونه کول چې هغوي تياري نه ده کړې او اوږد تاريخ يې غوښتو خو عدالت د بلې اورېدنې دپاره د اکتوبر ۲۲ م نېټه وټاکله.

نديم افريدي دا هم وويل دوي تمه لري چې په راتلونکې نېټه به فېصله د دوي په حق کيږي.

خو اېډوکېټ جنرل شمايل بټ وايي عدالت په دې قضيه کې بله نېټه ورکړه او حکومت عدالت ته خواست وکړو چې په پخوانۍ فاټا کې د اېف سي ار قانون لاندې د قضيو اورېدنه کېدله اوس به هغه څنګه کيږي.

وي او ای سره په خبرو کې هغه وويل دوي د عدالت نه وغوښتل چې د پخوانۍ فاټا د قضيو اورېدنه به څنګه او د کوم قانون لاندې کیږي. دا قضيې به مخکې څنګه ځي؟ چې عدالت دې اول د دې تشريح وکړي د هغې وروسته به نورې اورېدنې کيږي.

ډاکټر شکيل افريدی د پاکستان د خېبرپښتونخوا په اېبټ ښار کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي استخباراتي ادارې (سي ائي ای) سره په مرستو تورن دی.

خو نوموړی ډاکټر د يوې تندروه ډلې لشکر اسلام د ملاتړ په تور نيول شوی او په دغه تور پرې مقدمه درج شوې او عدالت هغه ته د قبایلي سیمو د پخواني ځانګړي قانون اېف سي آر په بنیاد ۳۳ کاله سزا واوروله، چې وروسته یې بیا په سزا کې لس کاله کمی اعلان شو.

ډاکټر شکيل دا وخت د پنجاب صوبې د ساهېوال ضلعې په زندان کې دی او د روان کال د مې په مياشت کې يې اته کاله په بنديوانۍ کې پوره شو.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG