لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

احمدي ډله وايي د پاکستان په سرکاري ټيلي ويژن پسې د کرکې ډکه ويډيو خپره شوې


په پاکستان کې مېشت د احمدي ډلې وياند تور لګولی په سرکاري ټيلي ويژن (پي ټي وي) ورپسې د کرکې ډکه ویډيو خپره شوې ده. خو د پي ټي وي يو چارواکي دغه تور رد کړی دی.

د جماعت احمديه وياند سليم الدين ويلي په سرکاري ټيلي ويژن شپږ کاله زوړ بيان خپور کړی شوی ځکه دوي يې غندنه کوي.

هغه ويلي د هندي سياستوال د پرامنه جماعت احمديه د هندو انتهاپسند تنظيم ار اېس اېس سره تړل ډېره د افسوس او غندنې وړ خبره ده.

سليم الدين تور لګولی چې د هندي سياستوال شنکر سينګ واګېلا شپږ کاله زوړ بيان په پي ټي وي چلول د احمديه ډلې پرضد د کرکې خورولو سازش دی.

هغه زياته کړې احمدي ډله په خپله د تېرې يوې مودې راهسې د ترهګرۍ سره مخ ده .

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې سليم الدين ويلي په سرکاري ټيلي ويژن د دوي پرضد خبر خپرول ډېره د فکرمندۍ خبره دا ده چې يوه لږکۍ پکې په نخښه شوې ده.

هغه په دغه اړوند د حکومتي چارواکو نه سپيناوی غوښتی دی.

د پاکستان ټيلي ويژن يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په سر د احمدي ډلې تورونه رد کړي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې چارواکي ويلي دوي د هند د تندروه تنظيم ار اېس اېس پرضد خبرونه خپروي او د احمدي ډلې په ګوته کړې نېټه د يادې ډلې پرضد هيڅ خبر نه دی چلېدلی.

احمدي ډله وايي پاکستان کې يې پرضد توپيري قوانين جوړ شوي او په پاکستان کې د بشري حقونو تنظيم په دې هېواد کې د لږکیو په حقونو اندېښنه لري چې پوره حقونه ورته نه ورکړل کیږي.

د تېرې جولايۍ په میاشت کې يو احمدي خپل فرياد د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ته رسولی او هغه ته يې مخامخ ویلي ؤ،

"زه داحمدي مسلمانې ټولنې سره تړاؤ لرم،په کال ۱۹۷۴ (1974)کې مونږه غېرمسلمه لږګي ګرځول شوي وو، زمونږ کورونه اؤ دوکانونه ولوټل شول اؤ ګڼ شمیر کورونه مو وسوځولی شول".

دغه احمدي مشر ويلي ؤ "مونږ ډېر په پرامنه توګه هلته (پاکستان کې) ژوند کوؤ خو زه دلته امریکا کې ځانته مسلمان ویلی شم ولې پاکستان کې یې نه شم ویلی".

په پاکستان کې مېشت احمديان په 1974م کال کې د يو آيیني بدلون تر مخه غېر مسلمانان ګرځول شوي او پر دوی بندیز دی چې اذان به نه کوي، ځانونه به مسلمانان نه ګڼي او خپلې عبادتخانې ته به جومات يا مسجد نه وایي او حتی دا اجازه هم ورته نه شته چې خپل مړي په عامو هدیرو کې ښخ کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG