لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو پرضد پوځي عملیات پیل کړل


واشنګټن: ترکیې د سوریې په شمال ختیځ کې د کردي ځواکونو د شړلو لپاره د اوږدې مودې راهیسې خپل پلان کړي پوځي عملیات پیل کړل.

عنقره کردي ځواکونه ترهګر بولي خو په لویدیځ کې د داعش په وړاندې جګړه کې مهم شریکان ګنل کېږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددغو عملیاتو پیلېدل اعلان کړل او ورته یې د سولې د پسرلي نوم ورکړی.

اردوغان ددغو عملیاتو موخه د ترکیې په وړاندې د ترهګرو د ګواښ لېرې کول یاد کړي دي.

د کردانو تر مشرۍ لاندې د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو ویلي، ترکي جنګي الوتکو د ملکیانو پر سیمو هوايي بریدونه کړي چې له امله یې لویه وېره رامنځ ته شوې ده.

د ترکیې لخوا دغه پوځي عملیات د سپینې مانۍ لخوا د هغه اعلان څخه څو ورځې وروسته پيل شول چې وویل، امریکايي ځواکونه به له سیمې څخه ووځي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ له خپلې پرېکړې څخه دفاع کولو ته دوام ورکړی په داسې حال کې چې د کور دننه پرې پراخې نیوکې شوي.

ټرمپ ویلي، احمقانه دوامداره جګړې زمونږ لپاره په ختمېدو دي.

عنقره ادعا کوي چې د سوریې کردان غواړي چې د ترکیې له کردي لږکیو سره یوځای شي تر څو د یو خپلواک کوردستان د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي.

ترکیه وايي، له همدې امله دوی ژمن دي چې دغه کردان له سرحدي سیمو څخه لېرې کړي.

ټرمپ وايي، په سوریه کې د امریکا لخوا د داعش ماتولو هدف ترلاسه شوی او اوس وخت ددې دی چې سرتیري بېرته کور ته ستانه شي.

د ټرمپ په دغې پرېکړې باندې د هغه د خپل ګوند کسانو هم نیوکې کړې دي ځکه دوی وايي، داعش اوس هم په سوریه کې شتون لري.

انتقاد کونکو همدارنګه خبرداری ورکړی چې د ترکیې د یرغل په وړاندې د کردي متحدینو پرېښودل به د یو باوري شریک په توګه د امریکا نوم ته زیان ورسوي.

ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ د ترکیې هېواد د یو ستر سوداګریز شریک په توګه یاد کړی او ویلي یې دي، چې اردوغان به په راتلونکې میاشت کې له واشنګټن څخه لیدنه وکړي.

ترکيه څه غواړي:

ترکیه غواړي چې د دوی په وینا له سوریې سره د پولې په اوږدو کې یوه خوندي سیمه (سیف زون) رامنځ ته کړي.

ترکیه د سوریې کردان په ترکیه کې د کردستان د کارګر ګوند یا پي کې کې سره تړلي کسان بولي کوم چې د ترکي حکومت پرضد د تېرو ۳۵ کالو راهیسې جګړه کوي.

اردوغان غواړي دغه خوندي سیمه ۳۰ کیلومټره پراخه او ۴۸۰ کیلومټره اوږده وي.

اردوغان هیله درلودله چې دا خوندي سیمه په اصل کې له امریکا سره په همکارۍ رامنځ ته کړي خو د هغه په وینا د امریکا لخوا د ځنډونکو تکتیکونو څخه ستړی شوی.

د خوندي سیمو له رامنځ ته کېدو وروسته اردوغان غواړي چې ترکیه ته کډه شوي کدوه میلیونه د سوریې کډوال بېرته ورته ستانه کړي.

خو د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړی چې په سیمه کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره به لکونو نور خلک هم کډوالۍ ته اړ باسي.

کوردانو ژمنه کړې چې د جګړې په وړاندې په جګړه کوي:

ترکیې تر دې وړاندې په دې وروستیو کلونو کې دوه ځله د سوریې په شمالي برخو باندې بریدونه کړي دي.

لومړی پلا په ۲۰۱۶ کال کې ترکیې داعش ډله د فراط له سیند څخه لویدیځ ته په شا وتنبوله.

دوهم ځل یې تېر کال د سوریې د کردانو د افرین ښار ونیولو.

دغه سیمې اوس د ترکیې تر ملاتړ لاندې د مخالو ډلو لخوا کنټرولېږي او هغه د ترکیې د خیالي ښارونو په توګه اداره کوي.

څېړونکي وايي، دا عملیات به لا ډېر پېچلي وي. له داعش سره د شوې جګړې سره به یې توپیر دا وي چې دا جګړه به د هغو کردي ملیشو سره کېږي چې د امریکا لخوا روزل شوي او سمبال شوي دي.

کردي جنګیالیو ژمنه کړې چې تر وروستیو پورې به جګړه کوي.

هغه کردي جنګیالي چې په سوریه کې د داعش په وړاندې په بریالیو عملیاتو کې ژوبل شوي وو د نهې یا سې شنبې په ورځ د ترکیې پولې ته څېرمه د سوریې په شمالي ښار قمیشلي کې نندارې ته راوتلي وو.

د سیمې کردان دا مهال د بشپړ تیاري په حال کې دي.

یو ټپي شوی کردي جنګیالی وايي:

"اوس مونږ د ترکیې د فاشیست حکومت لخوا له سخت ګواښ سره مخ یو. دوی د ماشومانو، مېرمنو او زړو خلکو ترمنځ توپیر نه کوي. مونږ د هېچا ځمکه نه ده نیولې او نه مو څوک ویجاړ کړي دي. مونږ د خپل هېواد لپاره جګړه کړې ده، د خپلو کورنیو او د خپلو کلیو او ښارونو لپاره."

د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو مشر قومندان مظلم عبدي د امریکا غږ کردي څانګې ته په یوې ټیلیفوني مرکه کې ویلي دي چې د ټرمپ دا پرېکړه ترکیه دې ته هڅوي چې د سوریې په شمال باندې یرغل وکړي او د سیمې کردان ووژني.

عبدي دا هم وویل، د امریکايي ځواکونو وېستل له داعش سره هم مرسته کوي، ځکه د سوریې ډیموکراټیک ځواکونه باید له ترکیې سره پولې ته څېرمه بیا ولېږل شي.

خو کردي او د سوریې د ډیموکراټیک ځواک جنګیالي له ترهګرۍ سره هر ډول اړیکه ردوي.

د احمد په نامه یو ټپي کردی جنګیالی وايي:

"د سوریې په شمال کې د جګړې د یو ټپي په توګه باید ووایم چې مونږ ددې ځمکې لپاره جګړه کړې ده او ددې ځمکې او خلکو د دفاع لپاره چې هر څه اړین وو هغه مو کړي دي. مونږ په سوریه کې د ترکیې هر ډول برید او یرغل غندو."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې سرحدي سیمه به د سوریې له کوردي جنګیالیو څخه پاکوي ځکه دوی یې ترهګر او ترکیې ته ګواښ بولي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG