لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان صفر پاتې شو،سریلنکا دټي ۲۰ د درېوؤ سیالیو لړۍ وګټله


سریلنکا دکرکټ د ټي ۲۰ په سیالیو کې پاکستان ته په ۱۳ؤ منډو دماتې ورکولو سره ددغو سیالیو لړۍ دصفر په مقابله کې په درېوؤ لوبو ګټلې ده.

دچهارشنبې په ورځ دلاهور په قذافي لوبغالي دلوبې پچه یا ټاس د سریلنکا کپتان داسن شناکا وګټلو اؤ وړومبی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

په دې سیالۍ کې د سریلنکا لوبډله د اوو لوبغاړو په تاوان په ۱۴۷منډو بریالۍ شوه چې په دغو منډو کې د اوشادا فرنینډو درې شپږیزې اؤ اته څلوریزې هم شاملې وې.

دسریلنکا لوبډله چې کله دتوپ وهنې دپاره میدان ته راووتله نو پاکستاني لوبغاړو په غوره توپ اچونه پیل وکړو اؤ محمد عامر په ۱۸ؤ منډو دسریلنکا وړومبی لوبغاړی وسوځولو.

تر هغې وروسته عماد وسیم سمارا وکرما په ۲۸ؤ منډو وسوځولو.

کله چې دسریلنکا منډې ۳۰ ته ورسېدی نو محمد عامر د سریلنکا دیو بل لوبغاړي په سوځولو ددغه لوبډلې مخې ته مشکلات پیدا کړل.

دسریلنکا توپ وهونکي پریرا د چټک لوبې هڅه وکړه خو دسرفراز احمد اؤ افتخار احمد په غوره هڅه هغه هم ډير زر وسوځېدو.

فریینډو دسریلنکا هغه لوبغاړی ثابت شو چې په ۵۸منډو دخپلو څلورو لوبغاړو دسوځېدو باجوړ د پاکستاني توپ اچوونکو مخې ته کلک ودریدو اؤ د درېوؤ شپږیزو اؤ اتوؤ څلورویزو په مرسته یې ۷۸منډې جوړې کړې .

دسریلنکا ټوله لوبډله د اوو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۴۷منډو جوړولو بریالۍ شوه.

دسریلنکا لخوا د ورکړل شوي هدف ترسره کولو دپاره چې کله دپاکستان لوبغاړي توپ وهنې ته ووتل نو دپاکستان تکړه توپ وهونکی فخرزمان پرته له کومې منډې جوړولو په وړومبي بال وسوځېدو.

خو دهغه پځائ چې بیا حارث سهیل لوبې ته را ووتلو نو دبابر اعظم سره یې په ګډه ۷۵منډې جوړې کړې.

بابر اعظم په ۳۲بالونو دیوې څلوریزې په مرسته ۲۷منډې جوړې کړې چې وسوځېدو.

حارث سهیل په ۵۰بالونو د۵۲منډو جوړولو وروسته وسوځېدو چې له هغې وورسته عماد وسیم لوبې ته را وویستل شو خو هغه یوازې په درېوؤ منډو جوړولو بریالی شو.

دپاکستان اصف علي چې کله یوازې د یوې منډې جوړولو وروسته وسوځېدو نو کپتان سرفراز احمد توپ وهنې ته ووتلو اؤ دکرکټ مینه والو هغه نه دښې لوبې هیله لرله خو هغه هم په ۱۶ؤ توپونو یوازې ۱۷منډې جوړې کړې اؤ د ونندو هسارنګا په لاس وسوځېدو

دپاکستان لوبډلې په ټاکلو ۲۰ؤ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په تاوان ۱۳۴منډې جوړې کړې اؤ دغسې نه یوازې دا لوبه سریلنکا په ۱۳منډو وګټله بلکې دټي ۲۰ د درېوؤ لوبو دسیالیو لړۍ یې هم پاکستان څخه د صفرمقابله کې په درېوؤ لوبو وګټله

XS
SM
MD
LG