لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمولانا فضل الرحمان لښکر داسلام اباد لاریون دپاره پېښور کې لؤړو په لاس تمرینونه کړي


دپاکستان دسیاسي مذهبي ګوند جمعیت علماء اسلام په زرګونو امنیتي فعالینو په ۳۱م اکتوبر دحکومت په ضد اسلام اباد ته دلاریون کولو وړاندې پېښور کې ډنډو په لاس تمرینونه کړي اؤ صوبایي حکومت اعلان کړی چې دجی یو ایي په دغو فعالینو به مقدمې درج کوي.

په خړه دریشۍ کې د انصار الاسلام په نوم دجمعیت علماء اسلام(ف) په زرګونو امنیتي فعالیتونو دپېښور په رنګ روډ د لؤړو یا ډنډو سره دا تمرینونه د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې کړي چې تیره اوونۍ دخیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان یوځل بیا اعلان وکړو د جی یو ایي غړي به ترې احتجاج دپاره دصوبې څخه تیر نه شي.

ددغو تمرینونو لېدنې ته دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان هم ورغلی اؤ دانصار الاسلام په نوم دغه لښکر مولانا فضل الرحمان ته په عسکري انداز سلامي‌ هم وړاندې کړې ده.

دانصار الاسلام په نوم دجمعیت علماء اسلام ددې لښکر تمریناتو لیدلو ته ورغلو زیاتره خبریالانو په ټولنیزو رسنیو دتمرینانو عکسونه خپاره کړي اؤ لیکلي یې دي ددې کسانو شمیره شاوخوا ۱۲زره وه اؤ دګوند مشران وایي چې دوئ به د “ازادي مارچ” په نوم په ۳۱م اکتوبر کېدونکي لاریون کې د امنیت ذمه وارۍ سمبالوي

دجمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان اعلان کړی چې هغه به دخپلو لکونو پلویانو سره په ۳۱م اکتوبر پلازمینې اسلام اباد ته دحکومت په ضد لاریون کوي اؤ دپاکستان سترو سیاسي ګوندونو پاکستان مسلم لیګ نون،پاکستان پیپلز پارټۍ اؤ عوامي نیشنل ګوند هم ددې حکومت مخالفه لاریون ملاتړ اعلان کړی دی.

خو دخیبر پښتونخوا وزیراعلی محمود خان ډاګیز اعلان کړی چې دغه لاریون به ترې له صوبې وا نه وړي.

پېښور کې لؤړو په لاس دانصار اسلام په نوم دجی یو ایي دامنیتی‌ فعالینو په تمریناتو صوبایي حکومت سخت غبرګون ښودلی اؤ دصوبې داطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزئ ویلي دمولانا فضل الرحمان ددې غیرقانوني ګام په ضد به کارروايي کیږي.

پېښور کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وینا کې صوبایي وزیر شوکت یوسفزي ویلي مولانا فضل الرحمان دمدرسو ماشومان دخپل ناولي سیاست دپاره کاروي اؤ دخپلې ملیشې په جوړولو یې ریاست ته سترګې برندې کړي دي چې ددې اجازه به کله هم ورنکړل شي.

خو دجمعیت علماء اسلام مشر دخپل لښکر برخه والو ته وینا کې ویلي “مونږ مدام دائین اؤ قانون خبره کړې ده اؤ نن هم د ائین اؤ قانون په لیکه ولاړ یو”

مولانا فضل الرحمان تور لګوي چې دعمران خان په مشرۍ موجوده حکومت د ولس په خوښه نه دی جوړ شوی بلکې په ولس په زوره تپل شوی اؤ‌ هغه وایي چې ترهغې به ددې حکومت په ضد مبارزه کوي ترڅو چې یې حکومت ړنګ کړی نه وي.

خو شوکت یوسفزي بیا د مولانا فضل الرحمان دا تورونه رد کړل اؤ وئ ویل مولانا چې کومه حلقه کې په شوؤ ټولټاکنو نیوکه لري دهغې نوم دې واخلي اؤ محکمې ته دې لاړ شي.

شوکت یوسفزي اعلان کړی چې کومو خلکو دمولانا فضل الرحمان په تمریناتو کې برخه اخستې دهغوئ په ضد به مقدمې درج کولی شي ځکه چې دوئ ریاست ته سترګې برندې کړي اؤ‌ په نړۍ کې یې دپاکستان نوم بدنام کړی.

خو په دغو تمریناتو کې موجود دقبائیلي ضلعو دپاره دجمعیت علماء اسلام مشر مفتي عبدالشکور ویلي دهغوئ احتجاج به پرامنه وي اؤ دا ډنډې یې ددې دپاره راپورته کړي چې دجبر اؤ وحشت مخه پرې ونیسي.

رسنیو سره خبرو کې مفتي عبدالشکور ویلي” څنګه چې په دې وروستیو کې پولیسو د حکومت په وینا په ډاکټرانو ډنډې وورولې یا قبائیلي ضلعو کې د بېګناه خلکو په ضد تشدد وکړل شو، مونږ به اجازه ورنکړو چې زمونږ په ورکرانو هم دغسې ظلم وشي”

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG