لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته کډوال شوي خلک بيرته راستنېدو ته په تمه ناست دي


افغانستان ته کډه شوي د شمالي وزيرستان کډوال وايي دوي غواړي چې بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي ځکه چې دپاسه پرې د ژمي يخ موسم راروان دی او هلته د يخ نه د بچ کېدو سم انتظامات نه لري.

د شمالي وزيرستان نه په کال ۲۰۱۴م کې د ضرب عضب عملياتو څخه د زرګونو په شمېره کې کورنۍ افغانستان ته کډه شوې وې.

د افغانستان د خوست ولايت په ګلان کډوال کېمپ کې د شمالي وزيرستان يو کډوال شاهدين وايي، د پاکستان د حکومتي چارواکو سره او شمالي وزيرستان د انتظاميې سره يې د روان کال په فرورۍ کې د دوي په بیرته ستنېدو خبرې شوې وې.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل دوي ته باور ورکړی شوی ؤ چې په څو ورځو کې به د ګلان کېمپ څخه د کډوالو د بيرته ستنولو دپاره ګامونه پورته کړی شي.

هغه وويل د څو ورځو باور اته مياشتې پوره کيږي خو دوي ته د بيرته ستنېدو تراوسه هيڅ ونه ویل شو.

نوموړي زیاته کړه کډوال اوس ځکه ډېر د خفګان ښکار دي چې یو دوي بيرته د ستنېدو دپاره خپلې تيارۍ نيولې او بل دا چې دپاسه پرې د ژمي يخ موسم راروان دی او دوي د هغې دپاره کوم انتظامات هم نه لري.

د شاهدين په وېنا د کډوال کېمپ نه چاپېره پراته نور خلک هم کېمپ ته راټول شوي او هغوي هم تیارۍ نيولې وې خو ټول خلک اوس داسې په تمه ناست پاتې دي.

غلام وزیر چې د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر دی وايي هغه هم په دغو خبرو کې شامل ؤ چې افغانستان ته د شمالي وزيرتسان څخه د کډه شوؤ خلکو سره پکې ژمنې شوې وې چې د دوي د بيرته راستنولو دپاره پکې دوی ته باور ورکړی شوی ؤ.

وزير وي او ای ډيوه سره په خبرو کې وويل بايد د دغو خلکو د بیرته راستنولو دپاره د دوي سره کړې ژمنې پوره شي.

هغه وويل دوه ورځې وړاندې ځايي مشرانو په بنو کې جرګه وکړه چې که افغانستان ته د شمالي وزيرستان د کډوالو سره کړې ژمنې پوره نه کړی شوې نو دوي به د راتلونګې تګلاره ټاکي چې اسلام اباد ته په لاريون ځي او که د احتجاج بله لار خپلوي.

د شمالي وزيرستان انتظاميه مني چې افغانستان ته د کډه شوؤ خلکو سره ژمنې شوې وې او زیاتوي چې افغانستان ته د کډه شوؤ کډوالو څخه ۵۳۰۰ فارمونه د دې دپاره جمع کړی شوي چې دوي بيرته راستنېدل غواړي.

چارواکي وايي چې څو پوری دوی ته د لوړ پوړو چارواکو څخه د کډوالو د بيرته راستنولو لارښوونه يا امر نه وي شوی تر هغې دوي د شمالي وزیرستان د انتظاميې په کچه کوم ګام نه شي پورته کولی.

د شمالي وزيرستان څخه د خېبرپښتونخوا د اسمبلۍ ممبر ميرکلم وزير وايي هغه بيا بيا په اسمبلۍ کې د کډوالو خبره راپورته کړی خو د حکومت لخوا ورته ځواب ويل کيږي چې علاقه پاکه کړی شوې نه ده.

هغه وايي دوی نه پوهېږي چې حکومت په شمالي وزيرستان کې د امنيت دعوې کوي او يواځې دغه علاقه ده چې پاکه نه کړی شوه.

هغه دا هم وويل چې د پاکستان حکومت يواځې پينځه زره کورنۍ افغانستان ته کډه شوي خو نوموړی ادعا کوي چې د لسو نه تر ۱۵ زرو پورې کډوالې کورنۍ په افغانستان کې دي.

XS
SM
MD
LG