لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ژورنالسټانو د نړیوالې ادارې سي پي جی د ايشيا مشر ملک ته نه دی پرېښودی


پاکستان د ژورنالسټانو د تحفظ نړیوالې ادارې (کميټي ټو پروټېکټ ژورنالسټس، سي پي جی) د ايشیا مشر سټيون بټلر ملک ته نه پرېښودی او د لاهور د هوايي اډې څخه يې بيرته امریکا ته لېږلی دی.

سي پي جی ویلي د سټيون بټلر نوم د پاکستان د کورنيو چارو وزارت په تور نوملړ کې اچولی دی.

سي پي جی ويلي په لاهور ايئرپورټ چارواکو د بټلر نه پاسپورټ اخيستی او هغه يې بيرته د قطر په الوتکه کې دوحه ته لېږلی او چارواکو هلته د واشنګټن په الوتکه کې کښېنولی او بيرته یې امريکا ته لېږلی دی.

د سي پي جی مشر جويل سايمن ويلي، "د بټلر پاکستان ته نه پرېښودل په پاکستان کې د هغو خلکو په مخ د څپېړې ګوزار دی څوک چې په دغه هېواد کې د مطبوعاتو ازادۍ ته اندېښمن دي".

سايمن د "پاکستان د چارواکو نه د بټلر ملک ته نه پرېښودو په اړوند سپيناوی غوښتی او که پاکستان د مطبوعاتو ازادۍ ته ژمن وي د دې پېښې سوتره پلټنې دې وکړي".

په پاکستان کې ژورنالسټانو د بټلر ملک ته په نه راپرېښودو د چارواکو په دې عمل نيوکې کړي او دې ته يې د "نوي پاکستان" کړنې ويلي دي.

ژورنالسټ حامد مير په ټویټر دې عمل د هټلر رويه ويلي دي او په بل ټویټ کې يې ويلي،

"چا چې د سټيون بټلر پاکستان ته د نه راپرېښودو او بيرته امريکا ته د لېږلو امر کړی دا په حقيقت کې نړۍ ته ويل غواړي چې په پاکستان کې جمهوريت دوکه يا فراډ دی او هغه څوک چې د مطبوعاتو د ازادۍ خبره کوي هغه به د عمران خان په نوي پاکستان کې نه شي زغمل کېدی".

پاکستاني چارواکو د سټيون بټلر ملک ته د نه پرېښودو په اړوند د دې خبر خپرېدو پورې په رسمي ډول کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.

بټلر پاکستان ته د بشري حقونو د ارواښادې فعالې او تکړه قانون پوهه عاصمه جهانګير په نوم په تابيا شوي کانفرنس کې ګډون له راتلو چې بیرته ستون کړی شوی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG