د پاکستان وزيراعظم عمران خان د علماؤ د يوې ډلې سره ليدلي او د علماؤ نه مرسته غوښتې ده چې په ملک کې په تعليمي نظام کې د اصلاحاتو او په ټولنه کې د يو والي په لړ کې دې ورته مشورې وکړي.
د سرکاري ميډيا ترمخه نوموړي ويلي چې حکومت يې د ملک د اقتصاد ښه کولو دپاره د ټېکس په نظام کې هم اصلاحات کوي او د اسلامي نظرياتي کونسل او علماؤ نه يې په دغه اړوند هم تجويزونه غوښتي دي.
ويل شوي وزيراعظم د علماؤ سره په ليدنه کې ويلي چې په امه کې د وېش او تفريق پېدا کوونکو د هڅو د مقابلې په لړ کې دې هم علما خپل رول ولوبوي.
عمران خان د جمعې په ورځ د علماؤ سره دغه ليدنې په داسې حال کې کړې چې د مذهبي سياسي ګوند د جمعيت علمااسلام ف ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د عمران خان د حکومت پرضد اسلام اباد ته د ازادي مارچ په نوم د لاريون اعلان کړی دی.
د ځايي ميډيا ترمخه عمران خان دا خبره هم کړې ده چې مولانا به يوه اوونۍ هم ټينګ نه شي.
د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان وايي "د وزيراعظم عمران خان دا کار ډېر د کم عقلۍ ښکاري او د هغه په خیال عمران خان دغه غونډه هم مولانا فضل الرحمان ته د ځواب ورکولو دپاره غوښتې وه".
وي او ای ډیوه سره په خبرو کې ښاغلي خان وويل، "سياسي پارټيانو مولانا ته ويلي ؤ چې مذهبي کارډ به نه کاروي خو بل لور ته وزيراعظم ښکاري چې هغه نه يواځې د مذهب کارډ بلکې فرقه واري کارډ کاروي او د علما دېوبند په ځای يې د بلې فرقې کارډ کارولی دی".
هغه زیاته کړه "داسې ښکاري چې وزيراعظم په ملک کې د دغه لارې مذهبي فرقه واريت ته هوا ورکوي او دا ډېره ښه خبره نه ښکاري، او دا به په ملک کې د اړي ګړي جوړېدو سبب وګرځي".
نوموړی وايي د وزیراعظم د دغه ډول ناستو نه د فرقه واريت بوي راځي.
په پېښور پوهنتون کې د سولې او شخړې د مطالعې د څانګې استاز پروفېسر جميل چترالي هم وايي چې د عمران خان په داسې وخت کې د علماؤ غونډه رابلل چې مولانا فضل الرحمان د هغه د حکومت پرضد د ازادي مارچ اعلان کړی "شکونه راولاړي".
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې چترالي وويل "عمران خان او د هغه سياسي نظر د شورو نه د انتشار ښکار پاتې دی يوه ورځ يوه خبره او بله خبره کوي، يو وخت طالبانو هغه د نماينده په حېث خبره کړې وه او یو وخت عمران خان د اسرايل د منلو خبره هم کړې وه ځکه د هغه په نظر کې ډېر زر زر بدلون ښکاري".
هغه وويل کېدی شي چې دا ناسته د مولانا فضل الرحمان د ازادي مارچ د ځواب دپاره وي او په دې شک کې ځای هم شته.
مولانا فضل الرحمان وايي د عمران خان حکومت په ټګۍ ټورۍ جوړ شوی دی.
مولانا د عمران خان د حکومت لرې کېدو او بيا د سر نه د انتخاباتو غوښتنه کوي.
نوموړي د ازادي مارچ په لړ کې د سياسي ګوندونو سره ليدلي او زياتره سیاسي ګوندونو د مولانا د ازادي مارچ د ملاتړ ويلي دي.
حکومت د مولانا سره د مذاکراتو دپاره د دفاع وزير پروېز خټک په مشرۍ يوه کميټي هم جوړه کړې خو مولانا د دغه کمېټۍ جوړېدو ته په سمدستي غبرګون کې ويلي ؤ اول استعفی او له هغې نه په وروسته حالاتو به بيا خبرې کولی شي.