لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لورالایي:امنیتي ځواکونو سره نښته کې یو ځانمرګی وژل شوی،دوه عسکر ژوبل


امنیتي سرچینې وایي دپاکستان په کړکیچ ځپلي ایالت بلوچستان کې امنیتي ځواکونو سره نښته کې دوه ځانمرګي ترهګر وژل شوي اؤ د ملیشا ځواکونو دوه عسکر ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینو دخالي په ورځ پاکستاني رسنیو ته ویلي چې د لورالایي پوهنتون سره نزدې په یوه کلیواله سیمه کې دوه ترهګر په یو موټر سائیکل ناست په امنیتي پوسته تیریدل خو کله چې ورته امنیتي ځواکونو د ودریدلو اشاره وکړه نو هغوئ د ودریدو پځائ په امنیتي عسکرو ډزې وکړې.

سرچینې وایي له ډزو وروسته په موټر سائیکل سواره دغه وسله وال دتېښتې په هڅه کې د موسمي سیند غاړه کې پټ شول اؤ امنیتي ځواکونو چې کله په دغه سیمه کې دلټونې عملیات پیل کړل نو د واړو خواؤ ترمینځ سختې ډزې وشوې.

سرچینې زیاتوي ددغه نښتې په مهال یو ځانمرګي ځان په بارودو الوځولی اؤ بل په داسې حال کې نیول شوی چې په وجود پسې یې له باردو ډک جیکټ هم تړلی ؤ.

سرچینې دا هم وایي چې د وسله والو په ډزو کې د عبداللطیف اؤ محمد شریف په نومونو دوه دملیشې عسکر هم ژوبل شوي چې وروسته د علاج دپاره د لورالایي پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

په پاکستان کې زیاتره وخت امنیتي ځواکونه مقابلو کې د ترهګرو د وژنو دعوې کوي خو اکثره څېړونکي دغسې مقابلې جعلي هم ګرځوي اؤ وایي چې پولیس اؤ نور ځواکونه په جعلي مقابلو کې دترهګرو په نامه عام خلک هم وژني.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي سږکال په لورالایي کې شپږ ترهګریز بریدونه شوي چې پکې دپولیسو په ګډون په لسګونو کسان وژل شوي.

په دې ترهګریزو بریدونو کې لورالایي کې د ملیشا ځواکونو د روزنې مرکز،د ډي ایي جي دفتر اؤ پولیس لائن هم په نخښه کړل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG