د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) څلور نور فعاله غړي د هري پور زندان څخه ازاد شو، خو د غورځنګ اوس هم په خېبرپښتونخوا، بلوچستان، پنحاب او کراچۍ کې څو غړي لا په جېلونو کې دي.
نن د خالي، شنبې په ورځ د هري پور زندان څخه عارف وزير، جنېد وزیر، بلال پشتين او دوست محمد چې په تهري اېم پي او کې بنديوان کړی شوي په ضمانت خوشي شو.
د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډيوه ته د يادو څلورو واړو کسانو په ضمانت د خوشي کېدو پخلی کړی دی.
داوړ وويل په دغو کسانو کې بلال پشتين د خړ کمر د پېښې په دوېمه ورځ په بنو کې نيول شوی ؤ.
او عارف وزير، جنېد وزیر او دوست محمد د جولايۍ په مياشت کې نيول شوي وو.
داوړ زياته کړه د انور وزير او شاه فېصل غازي هم ضمانتونه منظور شوي او چې کله د دوي د خوشي کېدو حکمنامه جېل ته ورسي د بنو زندان څخه به خوشي شي.
خو نوموړي وويل په بلوچستان صوبه کې یې د غورځنګ څلور فعال په تهري اېم پي او کې بنديوان دي او په خېبرپښتونخوا کې يې په تهري اېم پي او کې ټول زنداني ملګري خوشي شو.
داوړ وايي نزدې اته نور ملګري يې په خېبرپښتونخوا، پنجاب، بلوچستان او کراچۍ کې په نورو مقدمو کې بنديوان دي او د هغوي مقدمې روانې دي.
پرون د جمعې په ورځ د کوټې هايکورټ څانګې په چمن کې د پي ټي اېم د فعال بهرام چې هغه هم په تهری اېم پي او کې بند په ضمانت يې د خوشي کولو امر کړی او هغه ازاد شوی ؤ.