لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحريک انصاف حکومت غواړي چې د جمعيت علمااسلام ف ډلې (انصارالاسلام) څانګه لا قانونه وګرځوي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت په دې غور کوي چې د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ د جمعيت علمااسلام ف ډلې (انصارالاسلام) تنظيم لاقانونه وګرځوي.

د جمعيت علمااسلام ف ډلې (انصارالاسلام) تنظيم يا څانګه

د ياد ګوند د خېبرپښتونخوا مشر مولانا عطاالرحمان وايي "انصار الاسلام د جمعيت علمااسلام رضا کار دي او په ټول ملک کې یې شمېره د يو لاک نه سېوا ده او دا د ګوند سره رجسټرډ رضا کار دي".

وي او ای ډيوه ته نوموړي وويل د انصارالاسلام رضا د دوي ګوند په جلسو کې خدمت کوي او انتظام برابروي.

انصارالاسلام ته حکومت څه نظر لري؟

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د جمعيت علما اسلام ف ډلې انصارالاسلام څانګه ډنډې په لاس تندلارې ډله بولي.

د حکومت د کورنیو چارو وزارت د قانون وزارت او الېکشن کمېشن ته سمري لېږلې چې انصارالاسلام لاقانونه وګرځوي.

د وايس اف امریکا اردو څانګې ترمخه په سمرۍ کې ويل شوي چې د جمعيت علما اسلام دا څانګه ډنډې په لاس ده او قانون د دې اجازت نه ورکوي او دا ډله د ګوند په شق نمبر ۲۶ کې په الېکشن کمېشن کې رجسټرډ ده.

ويل شوي په وروستيو کې د انصارالاسلام داسې عکسونه او ويډيوز په سوشل ميډيا ليدل شوي چې د اوسپنې د سيمو د تارو ازغنې ډنډې يې په لاسو کې دي او په يوه ویډيو کې مولانا فضل الرحمان ته سلامي ورکوي او تمرينونه کوي کوم څه چې په خلکو کې ویره ترخه خوره کړې ده.

مولانا عطاالرحمان وایي حکومت چې د ډنډو په لاس خلکو نه ويريږي حکومت دې پرېږدي او زياتوي تحریک انصاف ګوند د خپلې ۱۲۶ ورځو په دهرنا کې نه يواځې په خلکو ډنډې ورورلي بلکې وسلې يې راوړلې وې.

د تحریک انصاف حکومت انصارالاسلام لاقانونه ولې ګرځوي؟

حکومت دغه ګام په داسې حال کې پورته کوي چې مولانا فضل الرحمان د پاکستان تحريک انصاف د حکومت لرې کولو دپاره د ازادي مارچ په نوم اسلام اباد پله د لاريون اعلان کړی دی.

مولانا ادعا کوي چې د تحریک انصاف حکومت په ټګۍ ټورۍ جوړ شوی دی.

نوموړی وايي د تحریک انصاف دا حکومت دې لرې شي او بيا د سر نه دې انتخابات وشي.

مولانا فضل الرحمان وايي د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو يې د تحریک انصاف د حکومت پرضد د ازادي مارچ د ملاتړ اعلان کړی دی.

د حکومت د مولانا سره مذاکرات

د تحريک انصاف حکومت د مولانا سره د مذاکراتو دپاره د دفاع وزیر پروېز خټک په مشرۍ کمیټي جوړه کړې ده.

مولانا فضل الرحمان د یادې کمېټۍ جوړولو ته په سمدستي غبرګون کې ويلي ؤ چې اول به عمران خان استعفی ورکوي له هغې وروسته په حالاتو به مذاکرات کوي.

مولانا عطاالرحمان وايي دوی سياسي خلک دي مذاکرات کوي خو په هغې صورت کې چې د تحریک انصاف ګوند مذاکراتي کميټي د ځان سره د عمران خان استعفی راوړي او يا اېن ار او وغواړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG