د پېښور هايکورټ د دوه قاضيانو بنچ د ډاکټر شکیل افريدي د قضيې اورېدنه کړې خو د نوموړي وکيل وايي د تېر په څېر يو ځل د قضيې اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړی شوه او نور پکې هيڅ پرمختګ ونه شو.
د القاعده د مشر اسامه بن لادن په مالومولو تورن د ډاکټر شکيل افريدي وکیل قمر نديم افريدي وي او ای ډیوه ته وويل د ډاکټر شکیل د قضيې د اورېدنې دپاره ننۍ نېټه ټاکل شوې وه خو اډيشنل اېډوکېټ جنرل عدالت ته وړاندې شو او د اېډوکېټ جنرل د نشتوالي يې وويل او د قضيې دپاره یې بله نېټه وغوښته.
هغه وويل عدالت د نومبر لمړۍ اوونۍ ياده کړه چې قضيه به اورېدلی شي او نېټه به وروسته وټاکي.
قمر نديم وويل نن د قضیې اورېدنه جسټس لعل جان خټک او جسټس نعيم انور وکړه.
هغه زياته کړه ښکاري چې سرکار اوس هم د ډاکټر شکيل په قضيه کې د لم لېټ نه کار اخلي خو دوی د پېښور هايکورټ نه هيله لري چې دا قضيه به زر فېصله کړي ځکه چې عدالت د قضيې اورېدنې دپاره زر زر نېټې ورکوي.
ډاکټر شکيل افريدی د پاکستان د خېبرپښتونخوا په اېبټ ښار کې د القاعده ډلې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په مالومولو کې د امریکايي استخباراتي ادارې (سي ائي ای) سره په مرستو تورن دی.
خو نوموړی ډاکټر د يوې تندروه ډلې لشکر اسلام د ملاتړ په تور نيول شوی او په دغه تور پرې مقدمه درج شوې او عدالت هغه ته د قبایلي سیمو د پخواني ځانګړي قانون اېف سي آر په بنیاد ۳۳ کاله سزا واوروله، چې وروسته یې بیا په سزا کې لس کاله کمی اعلان شو.
ډاکټر شکيل دا وخت د پنجاب صوبې د ساهېوال ضلعې په زندان کې دی او د روان کال د مې په مياشت کې يې اته کاله په بنديوانۍ کې پوره شو.
قمرنديم اېډوکېټ وايي د شکيل افريدي سره يې ليدنې له د کورنۍ غړي ورځي او ليده کاته يې ورسره کيږي.