لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ملاکنډ کې د جوړو کارخانو ککړتيا خلک ناروغان کړي دي


د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ډويژن د درګۍ سيمې ځايي خلک وايي په علاقه کې د جوړو کاروخانو څخه خارجېدونکي ګېس او د نورو موادو ککړتيا خلک ناروغان کړه.

د سيمې اوسېدونکي وايي دويم دا چې د صوبې حکومت په ياده سيمه کې د سمال انډسټريل سټېټ يا وړو کارخانو جوړولو د پاره کومه زمکه د دوي نه اخېستې په هغې د وړو کارخانو په ځاي لويي کارخاني جوړيږي.

د درګۍ سيمې سره تعلق لرونکی بشير احمد وايي چې په کارخانو کې د کار په وخت ماحول صفا ساتلو ته هيڅ قسمه پام لرنه نه کېږي او دا چې د زيات لوګي له امله عام اولس د بيلا بيلو مرضونو سره مخ شوي دي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل چې په دغو کارخانو کې د څخا اوبو د صفا کولو د پاره انتظام د نشوالې له امله زهريلا اوبه په نزدې نهرونو کې شامليږي چې له امله يې نه يواځي فصلونو ته زيان رسي بلکې کوم څاروي چې د دې نه اوبه څښي په هغوهم بد اثر کوي.

د درګۍ رحمان ګل چې د کور سره يي نزدې د اوسپنو کارخانه جوړه شوې ده وايي چې د زيات شور او لوګي له امله يې د خپلې ګټي زياته برخه په علاج خرڅ کيږي.

نوموړی وايي چې په کور خرڅولو مجبوره شوی دی ځکه چې د ډېرې غريبۍ له کبله د ستونزو باوجود په دغه سيمه کې ژوند کوي.

په درګۍ کې د کارخانو له امله ماحول ته د زيان رسېدو په اړه مو چې د خېبر پښتونخوا د ماحولياتو وزير سيد محمد اشتياق سره خبرې وکړي نو د هغه وېنا وه چې د ائيني ترميم وروسته د درګۍ پشمول د ټول ملاکنډ ډيويژن خصوصي حيثيت ختم شوی دی او په ياده علاقه کې چې کوم کارخانه دار د ماحول صفا ساتلو خيال نه کوي د هغوي پرضد به قانوني کاروايي کولې شي.

د ځايي خلقو په وېنا د ۲۵ ائيني ترميم نه وړاندې ملاکنډ ډويژن د پاټا يعني د صوبايي حکومت د انتظام لاندې علاقې برخه وه او د ټېکس نه يې استثنی هم لرله او د ملک د نورو برخو پانګه والو دلته په زياته شمېره کې کارخاني لګولي دي او دا چې په دغو کارخانو کې په لوګي د قابو وروسته او څخا اوبو زهرجن اثر کمولو دپاره په صحيح توګه انتظامات نه دي شوي.

ځايي خلک وايي که چرته په دې اړه کارخانه دارو او صوبايي حکومت کوټلي ګامونه پورته نه کړل نو دوی به مجبورا په احتجاج لاس پورې کړي.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG