د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی د خپلو ګوند په کارکنانو غږ کړی چې د تحريک انصاف د حکومت نسکورولو دپاره دې تیار اوسي.
نوموړي د مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد د ازادي مارچ د کلک ملاتړ کولو ويلي دي.
اڅکزي نن د زيارت، پنجشنبې په ورځ په کوټه پرېس کلب کې خبري غونډې ته په وېنا کې د تحریک انصاف مرکزي حکومت ته غېر ائيني وويل او زياته يې کړه د مولانا فضل الرحمان د حکومت پرضد ازادي مارچ کې به يې نه يواځې د ګوند غړي بلکې هغه به په خپل سر پکې ګډون کوي.
نوموړي د تحريک انصاف په حکومت ټکونه وکړه او وې ويل دا حکومت دې مستعفي شي او بيا د سر نه دې رڼې ټاکنې وشي.
نوموړي وويل دا حکومت د ګرانۍ په قابو کولو کې پاتې راغلی دی او د حکومتي پاليسيانو له کبله پاکستان په نړۍ کې يواځې کيږي.
هغه زياته کړه موجوده واکمنو رياست او حکومت په يو بل کې ګډوډ کړه او لګيا دي ائين د پښو لاندې کوي.
پښتون ملت پاله مشر اڅکزي په بلوچستان پوهنتون کې د زده کوونکو په جنسي توګه زورونو په اړوند وويل په دغه چلند کې چې څوک ککړ وي سخته سزا دې ورته ورکړی شي.
ښاغلي اڅکزي د مسلم ليګ ن ګوند د بنديوان مشر پخواني وزيراعظم نوازشريف په ناروغتيا د اندېښنې څرګندونه وکړه او وې ويل هغه سپريم کورټ ته خواست کوي چې د نوازشریف د صحت په اړوند از خود نوټس واخلي او هغه ته د درمنلې پوره اسانتياوې دې برابرې کړی شي.