لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت مخالفه پخوانی سینیټر اؤ دپاکستان دپوځ دیو افسر پلار حافظ حمدالله پاکستان کې غیرملکي وګرځول شو


دپاکستان حکومت دمخالف سیاسي مذهبي ګوند د یو وتلي مشر اؤ پخواني سینیټر حافظ حمدالله د پاکستان وګړتوب ختم کړی اؤ هغه یې غیرملکي وګړی ګرځولی دی.

دپاکستان په برقي میډيا د څار اداره پیمرا وایي هغوئ ته په ۱۱م اکتوبر نیشنل ډیټابیس رجسټریشن یا نادرا لیک استولی چې په هغې کې پخوانی سینیټر حافظ حمدالله ایلین (غیرملکي وګړی) ګرځول شوی

دنادرا دلیک په رڼا کې پیمرا په پاکستاني میډیا بندیز لګولی چې باید نوموړی خپلو پروګرامونو،بحثونو اؤ خبرونو کې ګډون ته پرې نه ږدي.

پیمرا پخپله اعلامیه کې ویلي چې حافظ حمدالله دپاکستان وګړی نه دی نو ځکه باید ټول ټي وي ګان دهغه دکوریج نه ډډه وکړي.

وائس اف امریکه چې کله د نادرا ددې ګام په اړوند دحافظ حمدالله دنظر اخستلو په موخه هغه سره په ټيلي فون د تماس نیولو هڅه وکړه نو دهغه موبائیل پرله پسې هیڅ ځواب نه ویلو.

دبلوچستان ایالت د چمن ښار سره تړاؤ لرونکی پخوانی پښتون سینیټر حافط حمدالله زیاتره مهال دپاکستان په ټي وي ګانو کیدونکو سیاسي بحثونو کې دحکومت په تګلارو کلکې نیوکې کوي .

دحافط حمدالله د وګړتوب ختمولو دا ګام نادرا په داسې حال کې اخستی چې ټاکل شوی جمعیت علماء اسلام په ۳۱م اکتوبر دحکومت په ضد اسلام اباد کې د ازادي مارچ په نوم یو لویې احتجاجي لاریون راجوړوي.

وتلي خبریال سلیم صافي پخپل یو ټوئټ کې د حافظ‌ حمدالله دکورنۍ پاکستان سره رېښې روښانه کړي اؤ لیکلي یې دي چې د۷۰م په لسیزه کې د سرکاري سکول د استاد په توګه د ریټائر شوي فاري ولي محمد زوئ اؤ د(پوځي افسر) سکینډ لیفټننټ شبیر احمد پلار پخواني سینیټر حمدالله تر بل امر پورې غیر پاکستانی ګرځول شوی

یو بل پښتون خبریال ایمل خټک د حافظ حمدالله د وګړتوب ختمولو ګام غیر دانشمندانه ګرځولی اؤ دطنز په ژبه یې په ټوئټر لیکلي دحافظ حمدالله دافغان وګړي په توګه له ثابتولو وروسته اوس دمفتي کفایت الله دانډین اؤ مولانا عطاء الرحمان د اسرائیلي وګړي ثابتولو دپاره تیارۍ په درز سره روانې دي.

ښاغلي ایمل خټک زیاتوي دا دانشمندانه سوچ/اقدام ایا څوک داسې فکر کولی شي ،تاسو به د دوئ کوم حرکت ته داد نه ورکوئ

دمینه ګبېنه په نوم د ټولنیزو رسنیو یوه بله فعاله وایي هغه وخت غیرملکي نه ؤ چې کله دصوبایي اسمبلۍ غړی جوړیدو،بیا په کال ۲۰۰۵م کې دصوبې د روغتیا وزیر اؤ‌ په کال ۲۰۱۲م کې سینیټر جوړیدو خو کله چې دغیرملکیانو خلاف پاکستان کې خبرې کوي نو بیا غیرملکي شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG