لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان دپاکستان لاسپوڅي دي،داسلام اباد له رضایت پرته سوله نه شي کولی،افغان حکومت


افغان دولت طالبانو سره د سولې دخبرو دپاره دیوې میاشتې د اوربند شرط اېښی خو ددې ترڅنګ یې دا هم ویلي چې طالبان دپاکستان له رضایت پرته افغان دولت سره سوله نه کوي.

دافغانستان دملي امنیت شورا سلاحکار حمدالله محب د سه شنبې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته وینا کې ویلي چې که د سولې دخبرو نه وړاندې طالبانو د یوې میاشتې اوربند اعلان کړي نو دې څخه به ثابته شي چې هغوئ پخپلو جنګیالو څومره کنټرول لري؟

هغه وویل پاکستان دې ضمانت وکړي چې نور په افغانستان کې له طالبانو او دې ورته د نوروډلو ملاتړ نه کوي.

دافغانستان دملي امنیت شورا سلاح کار حمدالله محب وویل افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو وسله وال طالبان په جګړې کنټرول نه لري او د دې ډلې یوشمیرمهم قومندانان له داعش ډلې سره یوځای شوي دي.

حمدالله محب نن وویل دطالبانو په ډله کې د القاعده په ګډون د نورو بیلابیلو ترهګرو ډلوځای نیولی دی.

نوموړي زیاته کړه طالبانو سره افغان حکومت هغه مهال د سولې مذاکراتو ته حاضریږي او هغوی ته په مذاکراتو کې امتیاز ورکوي چې دا ډله خپله خپلواکي ثابته کړي.

محب وايي دا یوازې افغانانو ته نه بلکې ټولې دنیا ته په اثبات رسیدلې چې طالبان دپاکستان لاس پوڅي دي او دهغه هیواد له ملاتړ نه بغیر جګړې ته دوام نه شي ورکولی نو طالبان باید وضاحت ورکړي چې څه ډول ځان له پاکستان څخه جدا کوي.

دملي امنیت شورا مشر زیاته کړه که طالبان مذاکرات کوي له جګړې باید لاس واخلي او باید وضاحت ورکړي چې دطالبانو رابطه به له دې وروسته پاکستان سره څه ډول وي.

هغه وویل دافغانستان امنیت اوسوله له پاکستان سره تړلې ده اوکه هغه هیواد دطالبانو له ملاتړ څخه لاس واخلي هغوی دجګړې د مخته بیولو وړتیا نه لري.

نوموړي وویل دافغانستان دسولې مذاکرات هغه مهال مثبته پایله ورکولی شي چې پاکستان دافغانستان حکومت ته له طالبانو څخه دملاتړ نه کولو ضمانت ورکړي.

هغه وویل:”ترڅو چې دپاکستان لخوا افغانستان ته ضمانت ورنه کړل شي چې دوی نور په افغانستان کې دطالب په رقم نورو ګوندونو ته ځای نه ورکوي او حمایت یې ونه کړي او دافغانستان له جنګ نه لاس نه اخلي هیڅ دسولې مذاکرات نتیجه نه ورکوي اوزمونږپه مذاکره کې یو واضحه هدف همدا دی چې له پاکستان نه باید مونږ تضمین واخلو”

دملي امنیت شورا سلاکار وايي په تیرو پینځوؤ کلونو کې دسولې لپاره اووه ماده ییز ه طرحه جوړه شوې ده چې په دې طرحه کې له امریکا طالبانو پاکستان سره مذاکرات او همداراز د سولې اجماع اودښې حکومتدارۍ رامنځته کیدل شامل دي.

نوموي زیاته کړه سولې دغه طرحه یې له نړیوالې ټولنې او امریکا سره شریکه کړې ده او دهرکلي په ګډون یې دعملي کیدو ژمنه هم شوې ده .

دا په داسې حال ده چې دافغان سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په افغانستان کې له افغان چارواکو سره ترلیدنې وروسته پاکستان ته رسیدلی او دهغه هیواد له صدراعظم عمران خان سره یې پرافغان سولې خبرې کړي دي.

د راپورونو له مخې عمران خان یوځل بیا دافغانستان دسولې له پروسې څخه ملاتړ څرګند کړی او ویلي دي چې په افغان خاوره کې د تاوتریخوالي کچه باید راټيټه شي.

دپاکستان دبهرنیو چارو وزارت دبیان ترمخه عمران خان ویلي پاکستان به په افغانستان کې دجګړې دپای لپاره له ټولو ممکنه لارو ګټه واخلي ترڅو جګړه په افغانستان کې پای ته ورسیږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG