لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خیبر پښتونخوا صوبه کې د اوړو بیعې نورې ختلې دي


پیښور او د صوبې نورو یو شمیر ضلعو کې د غنمو د اوړو بیعې د شلو کلو د تروړې د سلو نه تر یو نیم سلو پورې جګې شوې دي.

کاروباریان ددې دوه غټ علتونه ښایي. یو دا چې پنجاب پښتونخوا ته په اوړو راوړلو بندیز لګولی دی او بل دا چې اوړه په ناقانونه طریقه افغانستان ته قاچاق کیږي.

خو د خوراک صوبایي وزیر قلندر لودهي تیر ماښام خبري غونډې ته د وینا په وخت وویل وزیر اعظم افغانستان ته د میدې او سوجۍ وړلو اجازه ورکړې وه خو په دغه بهانه به اوړه هم روان وو نو هاغه اجازه اوس واپس اخستل شوې ده.

دصوبې دخوراک وزیر وایي وړاندې به حکومت د خپلو ګودامونو نه دوه زره ټنه غنم د اوړو میلونو ته ورکول خو نن نه دا درې زره ټنه کړی شول.

د خوراک وزیر وایي دوه درې ورځو کې به منډهۍ کې د اوړو بیعې واپس خپل ځایې ته راشي.

حکومتي چارواکي وایي د اوړو بیعو کې اضافه منصوعي ده او دوي د صوبې نه بهر په اوړو انتقالولو د بندیز لګولو تر څنګ د هاغو کاروباریانو خلاف کاروایي شروع کړې ده کومو چې په ناجایزه توګه اوړه ذخیره کړي دي.

خو د اوړو کاروباري احمد فراز وایي تر څو چې پنجاب پښتونخوا ته په اوړو بندیز نه وي ختم کړی او افغانستان ته قاچاق مخه نه وي نیول شوې د اوړو بیعې به اوچتیږي.

  • وائس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې هغه وویل وړاندې چې به نان بایي د سلو کلو بوجۍ په څلور زره درې سوه روپۍ تر لاسه کوله نن یې په څلور زره نهه سوه روپۍ اخلي. او هغه ته اوس ګرانه ده چې حکومت ورته د یوې ډوډۍ کوم وزن او قیمت ټاکلی دی په هغې یې خرڅه کړي.
  • دپاکستان د خوراک د وزارت د شمیرو له مخې سږکال حکومت هیواد کې دغنمو د پېداوار هدف دوه کروړه اؤ ۵۵لکه ټنه ټاکلی ؤ خو په ګرد هیواد کې دوه کړوه ،۴۱لکه اؤ ۲۰ټنه غنم شوي دي.

    د دولتي شمیرو له مخې پاکستان کی د غنمو د کال ضرورت ۲کروڑہ ۵۸ لکه ټنه دی او پہ هیواد کې دا مهال دوه کروڑہ اؤ ۸۰ لکه ټنه د غنمو ذخیرہ موجوده ده

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG