لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعلی محمود خان د وزیرستان سفر کړی خو ځايي خلکو ورته ويلي هيڅ اختيار نه لرې


د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان
د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان

په شمالي وزيرستان کې د ځايي دوکاندارانو لخوا په ۱۱ ورځ احتجاجي ناسته روانه ده دوی غوښتنه کوي چې د ضرب عضب عملياتو په مهال ورته ۲۱ اربه روپۍ تاوان اوختی، دوی ته دې تاوان ورکړی شي.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان پرون د زيارت، پنجشنبې په ورځ شمالي وزيرستان ته ورغلی او هلته يې د ځايي مشرانو سره ليدلي دي، خو دغلته په احتجاج ناست دوکانداران او د کډوالو د کمېټۍ مشران وايي چې دوی ته یې هيڅ باوري خبره نه ده کړې چې د دوی مسلې به هوارې کړي.

د دوکاندارانو دکمېټۍ مشر شېر ولي وايي، دوی د تېرو ۱۱ ورځو راهسې په ميران شاه کې په احتجاج ناست دي او د ضرب عضب عملیاتو په مهال په لس زره دوکانونو کې د دوی د ۲۱ روپو سامانونه زيان شوي دي، دوی دغه تاوان غواړي.

وي او ای ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، پرون يې وزيراعلی ته وويل چې د دوی د دوکانونو تاوان شوی اوس په احتجاج کې نور تاواني کيږي او که وزیراعلی ورته تاوان نه شي ورکولی حکومت پېسې نه لري نو دوکاندارانو ته دې ويزې ورکړي چې بهر دنيا ته لاړ شي او هلته ځان له چندې وکړي.

هغه وويل څو پورې چې دوی ته تاوان نه وي ورکړی شوي تر هغې به په احتجاج ناست وي.

شېر ولي وويل حکومت دوی له پينځه اربه روپۍ منظورې کړي خو هغه د نشت برابر دي.

بل لور ته د شمالي وزیرستان د کډوالو د کمېټۍ مشر غلام وزير وايي دوی تمه لرله چې وزيراعلی به د کډوالو د بيرته واپسۍ او په ځانګړي ډول افغانستان ته د تللو کډوالو بيرته راوستو په اړوند څه اووايي خو هغه هيڅ ونه ويل.

وزیر وايي دوی د وزيراعلی نه مايوسه شو ځکه دوی اوس د لسم نومبر د احتجاجي پرلت دپاره کمپاين پېل کړی چې په میرعلي چوک کې به د خپلو حقونو غوښتو دپاره پرلت وهي.

هغه وويل دوی به د دغه ناستې د لارې د کډوالو بيرته ستنېدو غوښتنه کوي چې دا خلک دې بيرته په خپلو خپلو علاقو اباد کړی شي.

ځايي خلکو په وزيراعلی ټکونه کړي چې هغه واک اختیار نه لري وړاندې نه يواځې هغه بلکې وزیراعظم هم د وزیرستان د خلکو دپاره يو شمېر اعلانونه کړي خو يو پکې هم نه دی عملي شوی اول دې په هغو مخکنيو ژمنيو عمل وکړی شي بيا دې نور اعلانونه کوي.

د چيف اف وزیرستان په نوم ياد مشر شانواز وايي، وزیراعلی واک نه لري پوځ اختيارمند دی دلته د خړ کمر او سپين وام او خېسوره په رنګ پېښې وشوې او د هغه په وېنا په دغو پېښو کې بې ګناه خلک وژل شوي او تهمت يې بيا په علي وزیر او محسن داوړ لګول شوی خو وزیراعلی په دې خاموش پاتې شوی او بيا ټول هر څه پوځ کتلي او مخ په وړاندې بوتللي دي.

هغه دا هم وويل چې دلته که د غلام خان د بندر خبره ده او که نورې مسلې دي، ټولې پوځ په خپل لاس کې اخيستې دي سويلين حکومت بې اختیاره دی او د هغه په وېنا وزيراعلی ته یې مخامخ ويلي چې هغه هيڅ واک نه لري.

وزيراعلی محمود خان پرون د شمالي وزيرستان په سفر کې د ځایي خلکو سره په ليدنه کې لس لاکه روپۍ جرګې ته اعلان کړي، ۲۰ لاکه روپۍ يې پرېس کلب ته او په میران شاه روغتون کې د تهيليسيما وارډ جوړولو اعلان کړی دی.

هغه دا هم ويلي چې يو کال يې کيږي چې حکومت يې جوړ شوی د صوبې د نورو ضلعو دپاره ۱۰۸ اربه روپۍ او يواځې د قبايلي ضلعو دپاره ۸۳ اربه روپۍ ځانګړې کړی شوی او په دغو روپو به د خلکو سره کړې ژمنې پوره کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:02:16 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG