لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په پښتنو پسې د تحريک انصاف د يو مشر ملنډو سخت غبرګون راپارولی


د حکومتي واکمنه ګوند پاکستان تحریک انصاف يو مشر عثمان ډار د مولانا فضل الرحمان او مخالفه ګوندونو ازادي مارچ ته د ځواب ويلو دپاره داسې مثال وړاندې کړی، " اکثره چې پښتانه په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په ۵۰ ورکړي او بيا ځي".

عثمان ډار د وزيراعظم عمران خان د ځوانانو د چارو مرستيال دی.

د ډار نه د پاکستان په يو شخصي ټيلي ويژن (اېکسپرېس) باندې پوښتنه شوې چې د ازادي مارچ د احتجاج کوونکو سره به څه کوئ، دوی ته به څه ورکوئ چې مطمئن شي او لاړ شي؟

هغه يې ځواب په داسې ډول ورکړو چې په اخره کې به هم داسې کیږي،

"چې پښتانه اکثره په لارو کوڅو کې ګرځي او د ۵۰۰ روپو کمبل په اخره کې په ۵۰ روپۍ ورکړي".

د عثمان ډار سره په دغه پروګرام کې د جی يو ايي اېف او مسلم ليګ ن ښځينه غړې هم ناستې وي.

په ټولنيزو رسنيو د عثمان ډار دې بيان ته سخت غبرګون ويل شوی دی.

ژورنالسټ حق نواز د ذيشان هوتي ټویټ ري ټويټ کړی او ورته يې ليکلي،

"د ده (ډار) حيثيت څه دی، هغه له شرم پکار دی. د ده دا يوه جمله د ده اصليت او خانداني پس منظر ظاهروي".

د پاکستان يو بل ژورنالسټ مرتضی سولنګي ويلي،

"عثمان ډار په دې خپله خبره د پښتنو نه بخښنه وغواړي او که عمران خان هغه ته نصيحت ونه کړي ټول ګوند ته به يې د دې قيمت ورکول د غاړې شي. د ټيلي ويژن اېنکران او رپورټران دې هغه ته اووايي چې معافي وغواړي".

پښتنې سياستوالې پلوشه عباس په ټويټر ويلي،

"د عثمان ډار د پښتنو او په ځانګړي ډول د خواريکښو پښتنو په اړوند دغه ډول توري کارول د هغه د اخلاقوڅرګندونه کوي".

د پښتنو په اړوند په لمړي ځل داسې ملنډې نه دي شوي په کال ۲۰۱۷ م کې د پاکستان په سرکاري ټيلي ويژن د وړوکي اختر په مهال په یوه مزاحیه مشاعره کې یو اردو ژبې شاعر د اشارو په ژبه کې پښتانه د بې کلتوره ، سمګلرانو، بدبوداره اؤ پسمانده قام په توګه یاد کړي وو.

دغه عمل ته هم سخت غبرګون ويل شوی ؤ.

روان کال د مارچ په مياشت کې د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان په پنجاب صوبه کې له پښتنو سره د توپیري چلند په ضد یو قرارداد منظور کړی، چې پکې ويل شوي وو دا د بشري حقونو او د پاکستان د آیین خلاف کار دی او باید مخه یې ونیول شي.

اسمبلۍ ته په وړاندې شوي قرارداد کې ویل شوي ؤ چې په پنجاب صوبه کې د ۲۰۱۵م کال د لنډمهالي استوګنې د قانون (ټمپرېري رېزیډینشل ایکټ) له مخې پښتانه ځورول کېږي او توپیري چلند ورسره کېږي. په قرارداد کې لیکل شوي:

"د دې قانون له مخې به په پنجاب کې د غیرپنجابي کرایه دارانو او د مکان د مالک تر منځ قرارداد په تاڼه کې درج کېږي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ښه ګام دی، خو دا قانون په پنجاب کې یواځې د پښتنو خلاف استعمالېږي".

عمران خان په کال ۲۰۱۷م کې په پنجاب کې د پښتنو سره په ناوړه چلند يا د هغو په بل شکل کې وړاندې کولو باندې د غندنې ټويټ کړی او ويلي يې ؤ دا به کرکه سېوا کړي او دا خلک به د ترهګرو لاسو ته لاړ شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG