لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د حکومت او "رهبر کمېټۍ" مذاکرات ناکامه: اپوزیشن د عمران خان استعفی غواړي حکومت یې نه مني


واشنګټن ــــ په اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند د حکومت د مذاکراتي کمېټۍ او د اپوزیشن ګوندونو د رهبر کمېټۍ تر منځ دویم ځل مخامخ خبرې هم له کومې نتیجې پرته پای ته رسېدلې دي.

په مذاکراتو کې د اپوزیشن د "رهبر کمېټۍ" لومړنۍ غوښتنه له خپلې څوکۍ د وزیراعظم عمران خان استعفی ورکول دي، خو حکومتي کمېټۍ یې دا غوښتنه غیرآییني ګڼي او وایي نه به هغه استعفی ورکړي او نه به اسمبلۍ ماتې شي.

د دفاع مرکزي وزیر او د حکومتي کمېټۍ مشر پروېز خټک نن په ا سلام اباد کې د "رهبر کمېټۍ" له مشرانو سره تر خبرو وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، دواړو غاړو پر خپل دریځ ټینګار کاوه.

پروېز خټک تایید کړه چې حکومت یې له اپوزیشن ګوندونو سره د هغوی پر ډېرو غوښتنو رضا شوی دی او د پاته غوښتنو په اړه به هم د دواړو غاړو د مشرانو تر منځ خبرې دوام لري چې یوه منځنۍ لاره را وباسي.

خو "رهبر کمېټۍ" رسنیو ته ویلي له حکومت سره په مذاکراتو کې به هغه وخت پرمختګ راشي او د حکومت او اپوزیشن تر منځ موجود خنډ [ډیډلاک] به ختم شي چې عمران خان د وزیراعظمۍ له څوکۍ استعفی ورکړي.

وزیراعظم عمران خان هم نن د نهې- سه شنبې په ورځ له حکومتي کمېټۍ سره تر لیدو وروسته ویلي، د اپوزیشن ګوندونو د نورو غوښتنو منلو ته تیار دی خو وایي دا غوښتنه یې نه مني چې له خپلې څوکۍ استعفی ورکړي.

بل لور ته د حکومت د مهم اتحادي مسلم لیګ ق ګوند مشر چودري شجاعت حسېن او د پنجاب اسمبلۍ سپیکر چودري پروېز الهي له مولانا فضل الرحمن سره لیدلي او د حکومت او اپوزیشن تر منځ د پیدا شوي بحران د ختمولو په اړه یې خبرې کړې دي.

تر لیدنې وروسته پروېز الهي رسنیو ته وویل، هڅه کوي چې د حکومت او اپوزیشن ګوندونو تر منځ د منځګړتوب کردار تر سره کړي ځکه چې وایي په اسلام اباد کې د زرګونو خلکو دوامدار احتجاج عامو خلکو ته ستونځې زیاتوي او په هېواد کې اقتصادي بحران نور زیاتوي.

د جمعیت علمای اسلام ګوند په مشرۍ په اسلام اباد کې د "ازادي مارچ" نن شپږمه ورځ ده، چې د پاکستان له ټولو صوبو پکې زرګونه خلک ګډون لري. د اپوزیشن اکثرو ګوندونو د دې احتجاج ملاتړ کړی خو په احتجاج کې د جمعیت ګوند پلویان زیات لیدل کېږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG