لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان سره په پوله د سيمو ازغن تار به په ۲۰۲۰ کې پوره شي


پاکستان ويلي د افغانستان سره په پوله (د ډېورنډ په کرښه) به د سيمو د ازغن تار لګول تر ۲۰۲۰ پورې سر ته ورسول شي.

د پاکستان د پلاننګ او پرمختيا وزیر خسرو بختيار د نهې، سه شنبې په ورځ ويلي "د پاکستان او افغانستان په پوله د سيمو د ازغن په تار لګولو ډېر کار شوی او د کال ۲۰۲۰ پورې به دا سر ته ورسي".

پاکستان وايي د افغانستان سره په پوله يې د تار لګولو سره د امنيت وضع ښه شوې ده.

د افغانستان سره د ډېورنډ په کرښه د پاکستان پوځ د کال ۲۰۱۷ په نيمايۍ کې د سيمو د ازغن تار لګول پېل کړي وو.

د ډېورنډ په کرښه د سيمو د دې ازغن تار اوچتوالی درې میټره او د دې دوه ديوالونه جوړول کيږي چې ترمنځ يې دوه میټره فاصله هم پرېښودلی شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ نزدې ۲۶۰۰ (2600) کلوميټره اوږده پوله ده.

پاکستاني چارواکي وايي په پوله يې د سيمو د ازغن تار لګولو سره په سوؤنو چيک پوستې هم جوړې کړې.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پوله د سيمو د ازغن تار په لګولو نزدې ۵۰۰ میلنه ډالره خرڅ راځي.

خسرو بختيار ویلي پاکستان چې د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول پوره کړي له دغې وروسته به د ايران سره په ۹۰۰ کلوميټره پوله هم دغه ډول ازغن تار ولګوي.

پاکستان وايي د افغانستان سره په پوله د سیمو ازغن تار د ترهګرو د تګ راتګ او نورو جرمونو د مخنيوي دپاره لګوي.

خو افغانستان د پاکستان سره د ډېورنډ کرښه لانجمنه مني او په رسمي ډول د منلو څخه يې انکار کوي.

خو پاکستان وايي ډېورنډ نړيواله منله شوې پوله ده.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کال ۱۰۷م په اکتوبر کې د پاکستان د نوم اخستو پرته د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګېدو ته غبرګون ويلی ؤ چې د سيمو ازغن تارونه ولسونه نشي بيلولی.

هغه ويلي ؤ " څوک چې فکر کوي چې په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی".

افغانستان په کال ۱۸۹۳م کې راښکلې د ډېورنډ پوله په رسميت نه مني او افغان مشران ټينګار کوي چې د دغه پولې پرېکړه به د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG