لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې کېدونکو قامي لوبو دپاره څه امنیتي ګامونه اخستل شوي ؟


پیښور کې به څلور ورځې وروسته په ۱۰م نومبر د ۳۳مو قامي لوبو رسمي پرانسته وشي چې دا لوبې به شپږ ورځې دوام ومومي او دپائ دستوره به یې په ۱۶م نومبر ترسره کیږي.

د لوبو ډایکټر اسفندیار خټک ډیوه ته وایي ټولې به دوه دیرش لوبې کیږي. جمرود، پیښور، چارسده، مردان، ایبټ آباد، اسلام آباد، جهلم او کراچۍ کې به دا لوبې کیږي او صوبایي حکومت ددې لپاره اتلس کروړه روپۍ بیلې کړې دي.

هغه وویل دکېدونکو لوبو په مهال به د لوبغاړو، ماهرانو او رضاکارو شمیره لس زره کسانو ته رسیږي.

دلوبو ډائریکټر اسفندیارخټک زیاتوي د لوبغاړو د استوګنې لپاره ۲۷ هوټلو کې خونې یا کوټې نیول شوې دي او امکان لري سبا نه لوبغاړي پیښور ته راتلل پیل شي.

د امنیتي ساتنې پحقله د پیښور د پولیسو مشر سي سي پي او کریم خان وویل پنځه زره پولیس به ځایې په ځایې کیږي. د پیښور په څلویښتو ځایونو به ناکې ولګولی شي او د هر ګاډي تالاشي به اخستل کیږي.

دپېښور قیوم سټيډيم کې ددغو لوبو په اړوند راجوړې شوې دستورې ته وینا کې دپولیسو مشر وویل د صوبې نورو هاغو ضلعو پولیسو سره هم رابطې شوې دي کومو کې چې به لوبې کیږي.

یاده دې وي نومبر ۲۰۰۸م کې د صوبو تر مینځه هم پیښور سټیډیم کې د سټیډیم نه بهر هاغه مهال ځانمرګي برید شوی وو کله چې د هاغه وخت ګورنر اویس احمد غني او مشر وزیر بشیر احمد بلور د سټیډیم نه ووتل.

دغه برید کې دوه تنان وژل شوي او تر پنځو پورې ژوبل وو. خو بیا ۲۰۱۰م کې هم دلته حکومت قامي لوبې په کامیابۍ کړې وې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG