لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وایي یو کال کې یې حکومت د ولسي هېلو په اساس کار ونکړل شو


دپاکستان وزیراعظم عمران خان دهیواد بیورو کریټانو ته ویلي دهغه دحکومت څه دپاسه یو کال پوره شو خو د ولسي هیلو مطابق یې کار ونه کړل شو ځکه نو اوس باید بیورو کریټان پرته له ویرې په خلاص مټ د ښه کار دپاره ګامونه واخلي.

دچهارشنبې په ورځ دمرکز سکترانو اؤ دصوبو د عمومي سکترانو سره دیوې غونډې په مهال وزیراعظم عمران خان دهغوئ په کارونو ناخوښي ښکاره کړې خو پاکستاني میډیا وایي چې دغو سکترانو وزیراعظم ته ویلي چې هغوئ دنیب یا داحتساب د محکمې له ویرې په خلاص مټ کارونه نه شي کولی.

یوه اوونۍ وړاندې دمحکمو سکترانو دپاکستان دپوځ سر لښکر جنرال قمرجاوید باجوه سره هم لیدنه کړې وه اؤ هغه یې دنیب دګامونو په اړوند دخپلو اندېښنو څخه خبر کړی ؤ.

دپاکستان ډان ورځپاڼه وایي وزیراعظم عمران خان سره لیدنه کې هغوئ وزیراعظم ته ویلي چې نیب اؤ نورو دپلټنو ادارو سره دبیورو کریټانو اؤ لوړو افسرانو کومې دوسیې پرتې دي په میډیا دهغې په بابله څرګندونو بیورو کریټان اندېښمن کړي اؤ دکارونو مخه یې ورله نیولې ده.

هغوئ وزیراعظم ته ویلي چې دیو پخوانی سکتر عثمان غني له ریټائر کیدو ۱۰کاله وروسته دهغه نیول کیدو بیورو کریټان اؤ لوړ پوړي افسران اندېښمن کړي اؤ اوس هغوئ دنیب د کارروائیو دلاسه په پرېکړو کولو زړه ور نه ورځي .

ډان ورځپاڼه وایي چې څو میاشتې وړاندې دمرکزي کابینې غونډه کې یو بیورو کریټ د اوږدې مودې راهسې دځنډ ښکار د ریلوی دهغې پروژې فائل باندې دلاسلیک کولو نه انکار کړی ؤ چې ترمخه به دسي پیک منصوبې په اساس د کراچۍ نه تر پېښور د ریل نوې پاټلۍ غځولی شوه.

له هغې وروسته د لوړې پائ یوه بله غونډه کې دغه لوړپوړي بیورو کریټ ویلي وؤ چې هغه د نیب له ویرې د ریل د پاټلۍ غځولو پروژه پیلول نه غواړي.

دپاکستاني میډیا له مخې دبیورو کریټانو لخوا دخپلو اندېښنو څرګندولو وروسته وزیراعظم عمران خان هغوئ ته ویلي چې په یوه اوونۍ کې دننه به یې ګیلې مانې ختمولی شي .

وزیراعظم ویلي د بیورو کریټانو له ګیلو ختمولو وروسته به په هیڅ صورت کارونو کې سستوالی ونه مني .

په پاکستان کې داحتساب محکمې دا مهال ګڼ شمیر سیاستدانان اؤ پخواني بیورو کریټان د غبن په تورونو نیولي اؤ تیره میاشت د هیواد ګڼ شمیر کاروباریانو هم دپوځ سرلښکر سره لیدنه کې هغه ته ګیله کړې وه چې نیب یې په عبث تنګولو دکاروباري فعالیتونو مخه نیسي.

خو د نیب چئیرمین جاوید اقبال پرله پسې وایي چې نیب به کاروباریان اؤ بیورو کریټان هیڅ بیڅه نه تنګو

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG