پاکستان وایي دایف ای ټي ایف لخوا چې ورته دترهګرو دمالي سرچینو وچولو اؤ دناقانونه پېسو دلیږد په اړوند دکومو ګامونو داخستلو وینا شوې ده په هغې دعمل کولو پرله پسې هڅې کوي اؤ هیله ده ایف ای ټی ایف به دپاکستان هڅې وستائي.
دزیارت په ورځ مطبوعاتو ته د اوونیز احوال تیرولو په مهال دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي پاکستان دایف ای ټي ایف دغوښتنو پوره کولو دپاره زړه پورې ګامونه اخستې اؤ هیله ده دغه ګامونه به یاده اداره هم وستائي.
تیره میاشت د ترهګرو ډلو د مالي مرستو د تړلو او د څار نړیوالې ادارې فناېننشل اېکشن ټاسک فورس پاکستان ته خبرداری ورکړی ؤ چې که د غیرقانوني پېسو د لیږد په اړه یې پلان په ګړندي ډول عملي نه کړو نو د فرورۍ په میاشت کې کېدونکې غونډه کې به دپاکستان په اړوند ګام پورته کوي.
دېوې پوښتنې په ځواب کې دبهرنیو چارو ددفتر ویاند تور ولګولو چې افغانستان کې دپاکستاني ډپلوماټانو د ځورونې لړۍ اوس هم دوامداره ده اؤ په سړکونو د ډپلوماټانو ګاډي ودرولی اؤهغوئ ځورولی شي.
هغه وویل پاکستان په دې معامله افغان حکومت ته احتجاج کړی اؤ له هغوئ یې غوښتي چې باید دپاکستاني ډپلوماټانو امنیت باوري کړي.
پاکستان دا مهال ایف ای ټي ایف په خړ فهرست کې شامل دی اؤ څېړونکي وایي چې که دې هیواد دناقانونه پیسو دلیږد اؤ دترهګرو دمالي سرچینو د وچولو په اړوند رغنده ګامونه وانه خستل نو دپاکستان نوم به تور فهرست ته ورګډ کړل شي چې له هغې وروسته به پرې بندیزونه ولګي.
د کال ۲۰۱۸م د جون میاشتې راهیسې، پاکستان د اېف ای ټي اېف او آسیا - پیسفک ډلې (ای پي جي) سره د پیسو مینځلو پر ضد او د ترهګرۍ تمویل مخنیوي رژیم پیاوړي کولو او د هغې سټراټیجیکی او د وسله والو د مالي سرچینو تړلو لپاره د لوړې کچې سیاسي ژمنې کړي دي.
اېف ای ټي اېف ویلي که څه هم پاکستان د مني لانډرنګ او ترهګرۍ لپاره کارېدونکو پېسو د مخنيوي په لړ کې ځېني گامونه پورته کړي خو زیاتوي چې " پاکستان باید د خپل سټراټیژیک نیمګرتیاو د لارې کولو لپاره د خپل عمل پلان باندې کار وکړي "
پاکستان دعوه کوي چې د ترهګرو دمالي سرچینو د تړلو اؤ دناقانونه پیسو دلیږد مخنیوي دپاره یې یو شمیر عملي ګامونه اخستي چې پکې په تندروه ډلو د بندیز اؤ دهغوئ دپنګو کنګل کولو ګامونه هم شامل دي.
خو نړیواله اداره وایي چې د ناقانونه پیسو د مخنیوي اؤ د ترهګرو د مالي سرچینو وچولو لپاره به پاکستان ته نور ګامونه هم اخستل وي.