لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:مخ پټو وسله والو د یونیم کروړ روپو چلغوزي لوټ کړي


ځائ سوداګر وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا جنوبي وزیرستان سیمې څخه نامعلومو وسله والو دشپې په تیاره کې د یو ګودام څخه د وسلې په زور د یو نیم کروړ روپو چلغوزي لوټ کړي اؤ دځان سره یې وړي دي.

د جنوبي وزیرستان دمرکز واڼا دپولیسو په (سټي)ټاڼه کې دنبوت خان په نوم د چلغوزو سوداګر اؤ دهغه نورو ملګرو ددې پېښې په ضد دنامعلومو کسانو په ضد ایف ایي ار درج کړی دی.

نبوت خان اؤ دهغه نورو سوداګرو ملګرو میډیا ته ویلي چې تیره شپه په واڼا کې نامعلوم پټ مخ وسله وال دحسن ګودام ته ور اوښتي اؤ دغلته یې په څوکیدار اؤ نورو کسانو وسلې کېښودی.

هغوئ وایي دغه وسله والو په ګودام کې د پرتو پیسو اؤ موبائیلونو ترڅنګ له دغه ځایه دځان سره ۲۳ بوجۍ چلغوزي‌ هم په ډبل کیبن ګاډي کې وړي دي چې دغه چلغوزي‌ دیو نیم کروړ روپو جوړیدل.

دغو سوداګرو ګواښ کړی چې که لوټل شوي چلغوزي اؤ پیسې د ډاکونو نه بیرته وانه خستل شول نو هغوئ به داحتجاج په توګه د وانا لویې سړک وتړي.

پاکستاني میډیا د واڼا دپولیسو له خولې ویلي چې دپېښې پلټنې یې پیل کړي اؤ د ډاکونو دنیول دپاره چاپي وهي.

جنوبي وزیرستان د افغانستان اؤ سیمه کې د پیدا کیدونکو چلغوزو یو ستر مارکیټ ګڼل کیږي اؤ له دغه ځایه چلغوزي دپاکستان بیلابیلو ښارونو ته د پلورل کیدو دپاره وړل کیږي.

دچلغوزو کاروباریان وایي دا مهال په سترو مارکیټونو کې دښه معیار یو کلو چلغوزي په اته زره روپۍ پلورل کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG