لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

څېړونکي:دمولانا فضل الرحمان تورونو ته دپوځي ویاند ځواب خپله سیاسي چارو کې دپوځ لاسوهنه څرګندوي


څيړونکي وايي د پاکستان د پوځ د وياند ميجر جنرل اصف غفور لخوا د ازادي مارچ په احتجاج کې د مولانا فضل الرحمن تورونو ته ځواب ويل پخپله د پوځ په سياست کې مداخلت دی او دا بيان بايد چې د دفاع وزارت ورکړی وی.

په پيښور يونيورسټې کې د پيس اينډ کنفلکټ سټيډيز د څانګې پروفيسر جميل چترالي وايي دنيا او د پاکستان ولس ته معلومه ده چې دلته حقيقي جمهوريت نشته . په يو جمهوري هېواد کې پوځ د دفاع د وزارت پابند وي او د پوځ وياند يواځې د پوځ په مسلکي فعالیتونو بیان ورکوي.

اسلام اباد کې دحکومت په ضد په احتجاج دبوخت سیاسي مذهبي ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تیره اوونۍ دهیواد په ادارو غږ کړی ؤ چې ځان باید بې پلوه وساتي.

دمولانا فضل الرحمان ددغې وینا نه وروسته پوځي ویاند میجر جنرال اصف غفور دمولانا فضل الرحمان نه دخپلې خبرې سپیناوی غوښتې ؤ اؤ ویلي یې وؤ "پوځ په سیاسي چارو کې لاسوهنه یا دکوم سیاسي ګوند ملاتړ نه بلکې دحکومت ملاتړ کوي"

تیره شپه هم پوځي ویاند د یو شخصي پاکستاني ټي وي سره خبرو کې ویلي وؤ چې ټولټاکنو کې پوځ دحکومت لخوا رابلل کیږي اؤ پوځ یوازې امنیتی دنده ترسره کوي

وائس اف امریکه ډيوه سره خبرو کې پروفیسر جمیل چترالي وویل د پاکستان د پوځ د وياند لخوا د جمعيت علما اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن تورونو ته ځواب ورکول سیاسي چارو کې دپوځ مداخلت په ګوته کوي .

د دفاعي چارو یو بل څېړونکي او د پاکستان د پوځ پخواني افسر طلعت مسعود ډيوه ريډيو ته وویل پاکستان کې پوځ څلور وارې په اقتدار کې پاتې شوی او ترڅو چې دلته جمهوريت خپلې جرړې نه وي ټينګې کړې نو د پوځ په حقله به د سياسي ډلو په زړونو کې شکونه پيدا کيږي .

هغه بيا وايي د پوځ وياند ته د سياسي تورونو ځواب نه وؤ ورکول پکار خو زياتوي د پوځ د ترجمان دا بيان د سياسي او جمهوري حکومت کمزوري په ګوته کوي .

هغه واي په پاکستان کې د ادارو په ځانګړي ډول د پوځ د هېواد په اقتصاد ، امنيتي او خارجه تګ لارو کې يو رول پاتې شوی او او اوس هم يو کردار لري خو داسې په يو تکړه جمهوريت کې نه کيږي خو چې څنګه څنګه دلته جمهوريت پیاوړی کیږي نو ورسره به ورو ورو په خپله د پوځ کردار راغونډيږي.

XS
SM
MD
LG