لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان پارلیمان کې دقانون سازۍ داصولو څخه په سرغړونه دمخالفو ګوندونو سخت احتجاج


د زیارت په ورځ د پاکستان دحکومت لخوا د قامي اسمبلۍ څخه په یو ساعت کې دننه د نهو قانونو او ١١ قانوني مسودو د منظورۍ پر ضد نن د جمعې په ورځ هم مخالفو ډلو سخت احتجاج کړی او داېې دپارليمان دپاره يو بد شګون بللی.

څيړونکي وايي دا دپاکستان په پارليماني تاريخ کې اول وار دی چې حکومت د قانون سازۍ په معامله کې پارليماني لارې چارې دپښو لاندې کړي دي.

د زیارت په ورځ حکومت د مخالفو سياسي ډلو د سخت احتجاج په ترڅ کې د پارليماني رولز په ځنډولو سره نهه ارډيننسز یا قوانین او ١١ قانوني مسودې منظورې کړې وې.

نن د جمعې په ورځ هم په قامي اسمبلۍ کې حکومت مخالفو ډلو د حکومت لخوا د قانون سازۍ په طريقه کار ټکونه وکړل او د مخالف پيپلز ګوند يو مشر راجه پرويز اشرف وويل پرون چې دلته په قامي اسمبلې کې د قانون جوړولو په اړوند څه وشول دا د پاکستان او د نړۍ په پارليماني تاريخ کې یوه نوې بېلګه وه او نه پوهيږي چې حکومت ته ددې مشوره چا ورکړې وه؟

هغه بيا وايي په دې ډول د قانون جوړولو له کبله حکومت په صوبايي خپلواکۍ هم ګذار کړی دی ولې چې د جيل په مينول کې بدلون راوستل د صوبايي حکومت حق دی او مرکزي حکومت صوبې په قانون کې په بدلون نه شي مجبورولی.

قامي اسمبلې کې د مخالف ګوند مسلم ليګ نواز غړي خواجه محمد اصف وويل دا د پارلیمان دپاره يو نيک فال نه دی او که په پارليمان کې د حکومت دا چلند برقرار پاتې کيږي نو لرې نه ده چې دا ټول نظام راونغاړل شي ،

هغه وویل "حکومت احساس نه لري او د جمهوريت بيړه غرقيږي"

خبريال او د پارليماني چارو څيړنکار ايم بي سومرو ډيوه ريډيو سره خبرو کې وايي د رولز لاندې قانوني مسودې اول اړونده پارليماني کميټيو ته ځي او بيا هلته د اوږد بحث او غور وروستو قامي اسمبلۍ ته د منظورۍ دپاره ليږل کيږي .

نوموړی وایي پرون که يو خوا کمیټۍ د خپل حق نه محرومې وساتل شوې نو ورسره مخالفو ډلو ته هم په دې قانوني مسودو د بحث اجازه ورنه کړل شوه او د اسمبلۍ د رولز هم سرغړونه وشوه .

څيړونکي وايي که دا قانوني مسودې سينټ ته لاړلې نو امکان دی چې سينیټ دا رد کړي ولې چې حکومت سينیټ کې اکثريت نه لري او که سپريم کورټ ته څوک لاړل نو ستر عدالت هم ددې جاج اخستی شي .

XS
SM
MD
LG