لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شاه محمود قریشي:نواز شریف ته علاج دپاره بهر تلل پکار دي


دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر ښاغلي شاه محمود قریشي ویلي د نوازشریف روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی اؤ هغه ته د درملنې دپاره دهیواده بهر تلل پکار دي.

ملتان کې خبریالانو ته دبهرنیو چارو وزیر ویلي حکومت دنوازشریف هیواد نه بهر دتګ مخې ته هیڅ خنډان نه دي پیدا کړي بلکې هغه ته یې هر رقم روغتیايي اسانۍ ورکړي دي.

دپاکستان پخوانی وزیراعظم چې دغبن په یوه دوسیه کې ورته دهیواد دحتساب عدالت د اووه کلن بند سزا اورولې ده،د سختې ناروغۍ له امله تیره اوونۍ داسلام اباد هائیکورټ د دوؤ میاشتو په ضمانت خوشی کړی.

داتوار په ورځ دپاکستان مطبوعاتو دعوه کړې چې نوازشریف به سبا(دوشنبه)دعلاج دپاره دخپل ورور شهباز شریف،شخصي معالج ډاکټرعدنان اؤ نمسي جنید صفدر سره لندن ته روان شي.

مطبوعات وایي دقطر هوایي شرکت په الوتکه کیو ار ۶۲۹ کې دهغه لندن ته دتګ تکټ اخستل شوی اؤ ټاکل شوې ده نوموړی به په ۲۷م نومبر بیرته هیواد ته ستنیږي.

دنوازشریف دکورنۍ سرچینو مطبوعاتو ته ویلي د نوازشریف په وجود کې دسپینې وینې کچه ډیره لاندې تللې ده اؤ هغه په عامه الوتکه کې دسفر کولو جوګه نه دی ځکه نو دهغه دپاره دقطر هوایي شرکت ایمبولینس الوتکه کې ټکټ اخستل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG