لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګوادر په سمندري غاړه کې د شګو دهنري توکو سیالي پیل شوې


دبلوچستان ایالت په ګوادر ولسوالۍ کې د دویم ریت یا شګو دهنر سیالۍ کې د سمندري ژوند دخطراتو په اړه هنرمندان راټول شوي اؤ دشګو دهنر جوړ شوي بیلا بیل توکي یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

دغو هنرمندانو د شګو ذرې راټولۍ کړي اؤ له هغې څخه یې هنري توکي جوړ کړي دي.

د ډول ډول ریت هنر په سیالۍ کې 19 ټیمونو برخه اخیستې ده چې ډیر یې د ګوادر او د پسني ولسوالۍ څخه دي.

ددې هنري سیالۍ راجوړونکي وایي دسیالۍ اصلي هدف هنر ، کلتور او د زده کونکو د تخلیقی کار په عامه توګه ځایي هنرمندانو ته فرصت برابرول دي

زده کوونکې مهر تاج چې په دې سیالیو کې برخه لري امریکه غږ ډیوه ته وویل وویل" د سیالۍ مهمه موضوع تعلیم دی زموږ په سیمه کې د ښځو تعلیم ته ډیر خنډونه دي"

هغه وایي ددې سیالۍ بل ځانګړی اړخ دا ؤ چې د سمندري ژوند د خطراتو په اړه مسله هم په ټول هیواد کې روښانه شې.

د سینڈ آرٹ د مقابلو تابیا ضلعي انتظامیې او دبامسار په نوم غير دولتی مؤسسې کړی، ددغه موسسې یو تن مشر عقیل احمد وویل چې دلته هنرمندانو د اوبو د کمښت دستونزې او دسمندری ژوند په اړه هنري توکي جوړ کړي دي.

د ټول بلوچستان صوبې څخه تر 80ؤ زیات هنرمندان او زده کونکي به پدې ستر جشن کې برخه لري ترڅو د ګوادر په سینډ هنري مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG