لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنرمندانو،لیکوالو اؤ دمدني ټولنې غړو سترې هنرمندې شکیله ناز ته "د ویاړ څادر "ورپسر کړو


دپښتو غزل شهنشاه استاد،خیال محمد، ستر انقلابي شاعر، رحمت شاه سائل،وتلي موسیقار استاد نزیر ګل اؤ ګڼ شمیر نورو هنرمندانو،لیکوالانو اؤ دژوند دبیلابیلو تپو سره تړاؤ لرونکو شخصیاتو نومیالۍ سندرغاړې شکیله ناز “د سرونو دشهزادګۍ” په نوم یاده کړې اؤ وایي پښتانه به دخپل کلتور د ودې دپاره دهغې خدمات ټول عمر په یاد ساتي.

دچهارشنبې په ماسخوتن د پرېسکو انټرټیمنټ اؤ ائیډیا ویژن نومې سازمانونو له لوري په مردان کې دشکیله ناز بي بي دفني خدماتو د ستائنې په نوم یوه درنه دستوره راجوړه شوې وه چې د پښتونخوا دګوټ،ګوټ نه پکې لیکوالو،شاعرانو،هنرمندانو اؤ دبیلابیلو تپو سره تعلق لرونکو شخصیاتو برخه لرله.

استاد خیال محمد شکیله ناز ته پیرزوئنې وړاندې کوي
استاد خیال محمد شکیله ناز ته پیرزوئنې وړاندې کوي

په دغه موقعه میرمن شکیله ناز ته د درناوي وړاندې کولو په مهال دپښتو غزل شنهشاه استاد خیال محمد وویل په پښتنو کې ډیرې تکړه هنرمندانې تیرې شوي اؤ اوس هم شته خو دشکیله ناز خپل یو ځانګړی انداز دی اؤ دهغې غږ کې الله تعالی یو داسې خوږلت اېښودی چې په هرچا تاثیر کوي.

هغه وویل شکیله ناز که غزل ویلی،که ټپه ،نظم یا فولګلوري سندرې د ټولو سره یې انصاف کړی اؤ دکلام اعلی معیار یې هغه دخپل عصر د نورو هنرمندانو نه په یو ممتاز مقام ودروي.

استاد خیال محمد زیاته کړه چې نن که د هرې پښتنې په غږ کې یوه ذره خواږه هم شته نو دا دشکیله ناز دخوږ غږ برکت دی چې دهغوئ په زړونو کې یې ځانله ځائ پیدا کړی دی.

شکیله ناز سره د دستورې دبرخه والو ګډ عکس
شکیله ناز سره د دستورې دبرخه والو ګډ عکس

وتلي موسیقار استاد نزیر ګل پخپله وینا کې وویل دا نن چې دټولې نړۍ پښتانه شکیله ناز سره مینه کوي اؤ درناوی ورکوي علت یې دادی چې هغې تل دخپل هنر سره انصاف کړی،

نزیر ګل زیاته کړه شکیله ناز بي بي د عصر د ټولو سترو استاذانو نه زده کړې کړي اؤ دهنر دټولو باریکیو نه ښه خبر ده.

هغه وایي نن هم دنوي کول هنرمندان دشکیله ناز د هنر په سیوري مزل کوي اؤ دهغې د سرونو اؤ فني صلاحیتونو څخه په استفاده په نړۍ دځان پیژندنې هڅې کوي.

لیکوال اکبر هوتي ایډوکیټ وویل شکیله ناز بي‌ بي چې دموسیقۍ دپاره دکوم اعلی کلام انتخاب کړی دی په هغې ورسره باشعوره طبقه د زړه له تله مینه کوي اؤ دمردان پښتانه بیا په ځانګړي ‌ډول ویاړي چې شکیله ناز دمردان په خاوره زیږیدلې ده.

هغه وویل دشکیله ناز دخپلې ژبې اؤ هنر دپاره خدمات دنه هیریدلو دي اؤ پښتانه په دې خبره ډير خوشحاله دي چې هغې یو ځل بیا خپل هنري فعالیتونه پیل کړي دي.

دمردان پخواني ضلعي ناظم ښاغلي حمایت الله معیار هم خپله وینا کې دشکیله ناز فني خدمات وستایئل اؤ وي ویل چې دپښتنو په خاوره ډيرې وینې توئی شوی اؤ جنګونه وشول ، اوس ترهګرۍ اؤ تندلاریتوب ته د ماتې ورکولو دپاره ضروري ده چې هنر ته وده ورکړل شي اؤ د هنرمندانو درناوی وشي.

هغه وویل دخیال محمد استاد اؤ شکیله ناز په څیر هنرمندانو دپښتنو مهمې اثاثې دي اؤ‌ پښتانه باید دخپلو دې اثاثو قدر وکړي.

نوموړي چې ددغه دستوري په راجوړولو کې یې زیات زیار ویستلی ؤ ،وویل په راتلونکي کې به هم دخپلو هنرمندانو اؤ شاعرانو د خدماتو دستائنې لړۍ کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دځوان کهول وتلو هنرمندانو عرفان کمال، راشد خان یوسفزئ،وصال خیال هم شکیله ناز ته دهغې په فني خدماتو پیرزوئنې وړاندې کړې.

دپروګرام کوربنو ښاغلي عمران صفي،اجمل شاه یوسفزئ،محمد طفیل اؤ علي یوسفزئ وویل هغوئ په تیرو وختونو کې هم دپښتنو دلویو هنرمندانو دستائنې پروګرامونه راجوړ کړي وؤ اؤ نن ویاړي چې د یوې داسې سترې هنرمندې په ویاړ یې دستوره راجوړه کړې ده چې په هغې یوازې مردان نه بلکې ټوله پښتونخوا فخر کوي.

میرمن شکیله ناز پخپلو خبرو کې وویل هغه د مردان په پوري هوتي سیمه کې پیدا شوې اؤ نن چې پخپل کور مردان کې دهغې په ویاړ دستوره کیږي نو ډيره پرې خوشحاله ده.

هغې وویل پخپل فني ژوند کې یې ډيرې لږې سندرې ویلي خو تل یې هڅه کړې چې معیاري اؤ دپښتنو په ګټه سندرې ووایي اؤ په راتلونکي کې به هم هغه دې لړې ته دوام ورکړي.

شکیله ناز وویل هغه ځان بختوره ګڼې چې اتویشت کاله دهنر دنړۍ نه په ډډه پاتې شوه خو په دومره اوږده موده کې هم پښتنو له خپلو زړونو ونه ویستله اؤ نن هم دنړۍ دګوټ ګوټ نه پښتانه هغې سره دخپلې مینې اظهار کوي.

په دغه موقعه د خلکو په زیاتې مینې لیدلو شکیله ناز په سټيج په ژړا هم شوه اؤ وئ ویل” زه چې دخپلو پښتنو دې ډيرې مینې ته ګورم نو خپل جذبات نه شم قابو کولی”

په دستوره کې شکیله ناز بي‌ بي ته د ویاړ څادر په سر خور کړی شو اؤ یو شمیر تنظیمونو اؤ خلکو هغې ته دخپل لوري سوغاتونه وړاندې کړل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG