لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: په سيند صوبه کې تندرونو ۲۰ تنه مړه کړي


د پاکستان د سيند صوبې په ترپارکر او نورو علاقو کې د تندر پرېوتو په پېښو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي او څور نور ژوبل شوي دي.

د سيند صوبې په ترپارکر، سانګړ او خواوشاه علاقو کې پرون ناوخته تېز باران شوی او تندرونه ورسره پرېوتي دي.

ځايي ميډيا وايي د تندرنو پرېوتو په پېښو کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه شوي چې پکې ماشومان او ښځې هم شامل دي.

ويل شوي په يادو پېښو کې د ۳۰ نه زيات کسان ژوبل شوي دي.

د دې ترڅنګ د تندرونو پرېوتو په پېښو کې ګڼ شمېر څاروي هم مړه شوي دي.

د سيند صوبې د ترپارکر او سانګړه سره په ميرپورخاص، سکهر او ګوټکي کې هم تېز بارانونه شوي او عادي ژوند يې اغېزمن کړی دی.

په ځانګړي ډول د سيند صوبې ترپارکر هغه علاقه ده چرته چې بارانونه ډېر کم کيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG