لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف محکمې ته لیکلی ضمانت ورکړی چې نوازشریف به بېرته هیواد ته راګرځي


دپاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف لاهور هائیکورټ ته دخپل ورور میا شهباز شریف په لاس په لیکلي ډول ضمانت ورکړی چې نوازشریف که دهیواد نه بهر علاج دپاره لاړ شي نو له رغیدو وروسته به بیرته هیواد ته راګرځي‌.

د بیا راتلو په اړوند د حلفیه بیان ورکولو وروسته محکمې ویلي نوازشریف درې کرته د هیواد وزیرعظم پاتې شوی اؤ محکمه داسې نه ګڼي چې ګنې یو ځل نوازشریف له هیواده اوځي ،بیا به نه راځي.

د خالي په ورځ دپاکستان حکومت د علاج دپاره د نوازشریف هیواد نه بهر تګ دپاره دضانتي پیسو دحکومت پځائ محکمه کې داېښودلو وړاندیز کړی ؤ خو محکمې دشهباز شریف څخه لیکلی ضمانت وغوښتو چې نوازشریف به بیرته هیواد ته راګرځي اؤ د شهباز شریف وکیلانو دغه ضمانت په محکمه کې جمع کړو.

دهیواد پخوانی وزیراعظم چې دا مهال دغبن یوه دوسیه کې د اوو کالو دبند د سزا څخه د ناروغتیا له امله د دوؤ میاشتو په ضمانت له زندانه وتلی، دکورنۍ غړي اؤ ډاکټران یې وایي چې روغتیایي وضعیت یې داندېښنې وړ دی اؤ دهیواد نه بهر دعلاج دپاره باید په سمدستي توګه د سفري بندیزونو د نوملړ نه دهغه نوم وویستل شي.

خو تیره اوونۍ دمرکزي کابینې د ذیلي کمیټۍ غونډه کې پرېکړه شوې وه چې نوازشریف که د هیواد نه بهر ځی نو ورته به دپیسو په شکل کې هیواد ته د بیا راستنېدو ضمانت ورکول وي.

لاهور هائیکورټ ته د مسلم لیګ (ن) ګوند مشر شهباز شریف د جمعې په ورځ درخواست ورکړی ؤ او د تحریک انصاف د مرکزي حکومت هغه پرېکړه یې پکې چېلنج کړې، چې بهر ته د نواز شریف د درملنې لپاره یې د اوو اربه روپیو دضمانت شرط ایښودی وؤ.

دشهباز شریف د خواست اوریدنه نن د قاضي باقر نجفي په مشرۍ د هائیکورټ دوه کسېزې څانګې کړی دی اؤ په دغه مهال سرکاري وکیل اشتیاق احمد دریځ خپل کړی چې د نوازشریف روغتیایي وضعیت داندېښنې وړ دی ،حکومت غواړي چې هغه باید علاج دپاره بهر لاړ شي‌،

هغه وویلکه چرې حکومت دنوازشریف نه دضمانت پیسې غواړي اؤ دهغه ګوند حکومت ته د پیسو ورکولو کې څه ستونزه ګڼي نو دغه ګوند باید ددی پیسو برابر ضمانت محکمه کې جمع کړي یا دې محکمې ته ډاډ ورکړي.

د دواړو خواؤ د وکیلانو له دریځونو اوریدلو وروسته محکمې د شهباز شریف د وکیلانو نه لیکلی ضمانت وغوښتو چې نوازشریف که د هیواد نه اوځي نو بیرته به هم راستنیږي.

دعدالت په غوښتنه د شهباز شریف وکیلانو محکمې ته لیکلی ضمانت ورکړو چې نوازشریف به له رغیدو وروسته هیواد ته بیرته راستنیږي.

د شهباز شریف د وکیل امجد پرویز لخوا محکمه کې په جمع کړل شوي لیکلي ضمانت کې ویل شوي چې نوازشریف دپاکستاني ډاکټرانو په وړاندیز دهیواد څخه بهر ځي، کله چې هم بهر نوازشریف روغ شي اؤ‌ ډاکټران اجازه ورکړي نو هغه به بیا هیواد ته راستون اؤ محکمو کې به د خپلو دوسیو سره مخ شي.

د سفري بندیزونو دنوملړ نه د نوازشریف دنوم ویستلو دپاره د شهباز شریف په عریضه اوریدنه لاهور هائیکورټ کې دوام لري اؤ‌ هیله ده په لږه شیبه کې به محکمه خپله پرېکړه وکړي.

خو د پاکستان یو مرکزي وزیر فواد چوهدري بیا محکمه کې دشهباز شریف لخوا په جمع کړل شوې حلف نامه بې باوري ښکاره کړې اؤ په ټوئټر یې لیکلي چې د نوازشریف وکیلانو کومه حلف نامه تجویز کړی هغې کې یوازې دا باور ورکړل شوی چې میا صیب بیا نه راځي .

دنوازشریف دکورنۍ سرچینو مطبوعاتو ته ویلي د نوازشریف په وجود کې دسپینې وینې کچه ډیره لاندې تللې ده اؤ هغه په عامه الوتکه کې دسفر کولو جوګه نه دی ځکه نو دهغه دپاره دقطر هوایي شرکت ایمبولینس الوتکه کې دهغه دبوتللو تابیا شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG