لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف دنهې په ورځ علاج دپاره هیواد نه بهر ځي


دلاهور هائیکورټ له لوري دهیواد دپخواني وزیراعظم میا نوازشریف دنوم اي سي ایل څخه د ویستلو له امر وروسته پاکستان مسلم لیګ(نواز) ګوند اعلان کړی چې ښاغلی نوازشریف به د نهې یا چهارشنبې په ورځ دعلاج دپاره دهیواده بهر ځي.

دمسلم لیګ ګوند ویاندې مریم اورنګزیب د اتوار په ورځ خپل یو بیان کې ویلي چې لندن ته علاج دپاره دنوازشریف دبوتلو په غرض ایمبولینس الوتکه د نهې په سحر لاهور ته رارسیږي.

پخوانی وزیراعظم چې دا مهال دغبن یوه دوسیه کې د اوو کالو دبند د سزا څخه د ناروغتیا له امله د دوؤ میاشتو په ضمانت له زندانه وتلی، دکورنۍ غړي اؤ ډاکټران یې وایي چې صحت ناروغه دی اؤ دهیواد نه بهر یې علاج ته اړتیا ده.

دپاکستان حکومت دنوازشریف نوم د سفري بندیز نوملړ ته اچولی ؤ اؤ بهر ته علاج دپاره دتګ په خاطر یې ددغه نوملړ نه دنوازشریف دنوم ویستلو دپاره د اوو اربو روپو ضمانت دنوازشریف دکورنۍ څخه غوښتی ؤ.

خو دنوازشریف رور ددغه حکومتي ګام په ضد لاهور هائیکورټ ته عریضه کړې وه اؤ د خالي په ورځ هائیکورټ امر کړی چې دښاغلي شریف نوم باید دسفري بندیز نوملړ څخه وویستل شي.

مریم اورنګزیب وایي نن سحر ډاکټرانو یو وارې بیا دنوازشریف بشپړه روغتیایي معائنه کړې ده اؤ سفر ته دهغه دجوګه کولو په اړوند یې خپلو کې صلاح مشورې کړي دي.

ویاندې ویلي د نوازشریف دوینې دفشار راټيټولو،د ززه اؤ نورو روغتیایي خطرو راکمولو دپاره هم نوازشریف ته دوایانې ورکول کیږي.

اخوا دپاکستان ستر څارنوال یا اټارني جنرل انور منصور خان هم ویلي پخوانی وزیراعظم امیګریشن کې دلاهور هائیکورټ دپرېکړې دتصدیق شوي نقل په ښودلو له هیواده بهر تللی شي.

هغه رسنیو ته ویلي د نوازشریف د دوسیې اوریدنه به دجنورۍ په میاشت کې کیږي اؤ دهیواد بهر که هغه دخپلې ایسارتیا موده کې پراختیا وغواړي نو دا پراختیا په بیلابیلو شرطونو کیدای شي اؤ دې دپاره هم هغه ته محکمې ته مراجع کول وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG