لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمدخان: راؤ انوار دې ونيول شي چې پرضد يې ګواهي وشي


د نقيب مسيد پلار محمد خان پلار ویلي راؤ انوار دې ونيول شي چې پرضد يې په عدالت کې ګواهي وشي، ځکه چې د هغه پرضد ګواهان ويريږي او هغه ورته دهړکې ورکوي.

د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسيد تېر کال د جنورۍ په ۱۳م نېټه د درېو نورو کسانو سره په کراچۍ کې په يوه جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی ؤ.

دا مقابله د راؤ انوار په مشرۍ کې شوې وه کله چې هغه د کراچۍ د ملير ضلعې د پولیس مشر ؤ خو دغه مقابلې ته د پوليس خپلې پلټنيزه ډلې جعلي وو.

د نقيب مسيد پلار د راؤ انوار او هغه سره په مقابله کې شاملو پوليسو پرضد د زوی د وژنې مقدمه درج کړې او اوس د دې مقدمو په عدالتونو کې اورېدنې روانې دي.

د وکيلانو په وېنا په ياده مقدمه کې د راؤ انوار په ګډون پينځه تنه په ضمانت بهر دي، ۱۳ کسان بنديوان دي او اووه تنه پکې مفروران دي.

وکیل او فعال جبران ناصر په ټولنيزو رسنیو د نقيب مسيد د پلار سره د کړو خبرو ويډيو خپره کړې چې پکې هغه وايي د څو مياشتې راهسې يې په پېنډۍ کې په روغتون کې درملنه روانه ده او "ډاکټران ورته وايي چې لرې دې سفر نه کوي".

محمد خان وايي "راؤ انوار دې ونيول شي ځکه زما ګواهان د هغه نه ويريږي، دی (راؤانوار) ټول پېژني او چې دی ونيول شي بيا به ګواهان ګواهي ورکړي".

د نقيب مسيد د وژنې د پېښې پلټونکي پوليس افسر د روان کال فرورۍ په مياشت کې عدالت ته ويلي ؤ په مقدمه کې په ضمانت خوشي ملزمان انتهايي ظالم او چالاک دي.

د مقدمې پلټونکي پوليس افسر اېس اېس پي ډاکټر رضوان احمدخان سيند هايکورټ ته په جمع کړي رپوټ کې خواست کړی ؤ چې کوم ملزمان په ضمانت خوشي دي د هغو ضمانت دې ختم کړی شي.

ډاکټر رضوان هغه وخت ويلي ؤ"که د ملزمانو ضمانت پوخ شو نو د دې خبرې قوي امکان دی چې دوي ګواهان د خپلې خبرې په شا کولی يا بې درکه کولی شي".

د نقيب مسيد پلار تازه څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د هغه د وکيل صلاح الدين پهنور په وېنا نن په یاده مقدمه کې د ترهګرۍ ضد عدالت کې اورېدنه کيږي چې پکې ګواهان عدالت ته وړاندې کولی شي.

هغه وویل سبا د شورو، چهارشنبې په ورځ په هايکورټ کې د ضمانتونو په اړوند خواستونو باندې اورېدنه ټاکل شوې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG