لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنیب مشر له اپوزیشن وروسته دحکومتي ګوند دمشرانو داحتساب پیل کولو اشارې کړي

دپاکستان داحتساب په ملي اداره نیب دیو اړخیزه احتساب دسیوا شوؤ تورونو وروسته ددغه ادارې مشر ښاغلي جاوید اقبال ویلي په نیب دیواړخیزه احتساب نیوکې کیږي خو اوس دهواګانو مخ په بل لوري بدلېدونکی دی اؤ نیب اوس د دوهم محاذ په لوري تګ کوي.

دنهې په ورځ‌ اسلام اباد کې یوې دستورې ته پخپله وینا کې ښاغلي جاوید اقبال وویل هیڅوک دې دا نه ګڼي چې ګنې واکمن ګوند ته داحتساب نه استثنا ترلاسه ده خو نیب وړومبی هاغو دوسیو ته پام ورګرځولی چې د اوړدې مودې راهسې دځنډ ښکار وې.

په پاکستان کې حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه اؤ څېړونکي داحتساب اداره نیب دحکومت پلوي بولي اؤ تورونه لګوي چې حکومت ددغه ادارې له لارې دخپلو سیاسي مخالفینو څخه انتقام اخلي.

نیب دامهال دمخالفو ګوندونو ګڼ شمیر مشران دغبن په تورونو نیولي چې پکې ځېنو ته سزاګانې اورول شوي اؤ‌ په ځېنو مقدمې روانې دي خو څېړونکي وایي چې دحکومتي ګوند دمشرانو په غبن نیب خپلې سترګې پټې کړي دي.

ښاغلي جاوید اقبال وویل “ځېنې خلک پوښتنه کوي چې نیب پېښور کې دجوړېدونکې بي ار ټي په هکله څه وکړل؟ خو زه هغوئ ته ویم چې په دغه دوسیه کې سپریم کورټ موقت امر(سټي ارډر) ورکړی ځکه پرې نیب ګام نه اخلي”

هغه وویل په ظاهره د نیب احتساب یو اړخیزه ښکاریږي خو ددې به ازاله کولی شي اؤ مونږ به په هیچا پړی نه ور سستوؤ.

هغه وویل هرڅوک چې ونیول شي نو په نیب تورونه لګي چې دا سیاسي انتقام دی خو نیب احتساب دچا دخوشحالولو یا ځورولو دپاره نه کوي بلکې چا کې چې غلا وي هغه نیسي اؤ محکمې ته یې وړاندې کوي.

نوموړي زیاته کړه دپاکستان په کرکټ بورډ کې هم دغبن ستر تورونه مخې ته راغلي خو دسریلنکا لوبډله پاکستان ته راتلونکې ده اؤ نیب نه غواړي چې دهیواد وقار ته زیان ورسیږي ځکه نو لا یې ساه راښکلې ده

This item is part of
XS
SM
MD
LG