لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهان وايي په پاکستان کې عدليه يو څه ازاده ده


په پاکستان کې قانون پوهان وايي د سترې محکمې د مشر قاضي بيان چې وزيراعظم عمران ته يې ځواب ورکړی، دا سپيناوی او يادګېرنه ده چې عدليه ازاده ده د چا ماتحت نه ده، خو قانون پوهان په خپله وايي په پاکستان کې "عدليه يو څه ازاده ده".

د مشر قاضي بيان د قانون پوهانو په نظر

وتلی قانون پوهه قاضي انور وايي د سترې محکمې (سپريم کورټ) د مشر قاضي (چيف جسټس) د وېنا مطلب دا دی چې هغه "وزیراعظم عمران خان ته ويلي چې عدليه يوه ماتحته اداره نه ده او مشر قاضي، وزيراعظم ته ورياده کړې چې عدليه ازاده ده او چې کله د دوی په اړوند خبره کوي احتياط دې وکړي".

وي او ای ډيوه سره په خبرو ښاغلي انور وويل "د عدليې په فېصلو نيوکې کېدی شي او په ګرده نړۍ کې کيږي او نه عدليه د تنقيد نه ازاده ده چې څوک به پرې تنقيد نه شي کولی".

قانون پوهه صلاح الدين ګنډا پور وايي "عدالت کله غبرګون نه وايي بلکې د خپل تحفظ دپاره چې په هغه بې ځايه تنقيد وشي نو د هغې سپيناوی عدالت خپل حق ګڼي، عمران خان په هغه (چيف جسټس) تنقيد کړی ؤ او مشر قاضي ورته ځواب ورکړو".

د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي (چيف جسټس) اصف سعيد کهوسه پرون ويلي د پاکستان عدليه ازاده ده د قانون ترمخه فېصلې کوي او د عدالت په وړاندې انسان نه بلکې قانون زورور دی.

په پاکستان کې عدليه څومره ازاده ده؟

دې پوښتنې ته په ځواب کې قاضي انور وايي داسې نه ده چې عدليه اوس ټول په ټوله ازاده ده.

هغه وويل د وړاندې په پرتله په عدليه کې لږ بدلون کيږي عدليه نه پخوا ازاده او نه اوس ازاده ده "عدليه يو څه ازاد ده".

نوموړي وويل مشر قاضي ويلي چې د کال ۲۰۰۹ نه وروسته عدليې په خپله خوښه فېصلې کړي خو زياتوي "په تېرو دوه، درې کلونو کې ځينې داسې فېصلې شوي چې د هغې اندازه لګي چې دا د چا په وېنا شوي دي".

صلاح الدين ګنډا پور هم وايي، "په پاکستان کې عدالت د يو حده پورې ازاد دی".

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل د عدالت د ازادۍ خبره په دې اساس کوي چې ځينې مشکلې فېصلې وکړي نو د هغې نه اندازه وشي چې عدالت يو څه ازاد دی.

د چيف جسټس د وېنا وخت

چيف جسټس دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې دوه ورځې وړاندې وزيراعظم عمران خان په يوه وېنا کې چیف جسټس اصف سعيد کهوسه او په هغه پسې بل راتلونکي مشر قاضي جسټس ګلزار ته په مخاطب کولو سره ويلي ؤ چې دوی بايد داسې ادا کړي چې د اولس اعتماد په عدليه باندې وي.

عمران خان ويلي ؤ دا تاثر لرې کېدل پکار دي چې په پاکستان کې د زورور دپاره يو قانون او کمزوري دپاره بل قانون دی.

مشر قاضي د نوازشريف د نوم اخيستو پرته د هغه د ملک نه د بهر تلو پله په اشارې کولو سره وویل، چې د هغه ملک نه د بهر تلو منظوري وزيراعظم ورکړې ده هايکورټ يواځې هغه طريقه خپله کړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG