لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاړه چنار:پینځه کلنه ماشومه له جنسي تیري وروسته په بې دردۍ وژل شوې


پولیس وایي د خیبر پښتونخوا د قبائیلي ضلعې کرم په پیواړ سیمه کې دګل سکینې په نوم یوه پینځه کلنه ماشومه له جنسي تیري وروسته وژل شوی اؤ‌ وژونکو دهغې مړی بیا د اوبو یو تالاؤ ته غورځولی دی.

دپاکستان سینیټ کې په دې پېښه سخت غم اؤ غصه ښودل شوې داؤ دخیبر پښتونخوا حکومت باندې ټینګار شوی چې دې پېښه کې ککړ کسان باید زر ترزره دقانون منګولو ته راکش کړي.

د وژل شوې ماشومې ګل سکینې نیکه ګل علي چې دغونډې خیل قبېلې سره تړاؤ لري پولیسو سره دمقدمې درج کولو په مهال ویلي دهغه پینځه کلنه نمسۍ ګل سکینه دکلي سرکاري اسکول ته دسبق ویلو دپاره تللې وه خو تر ناوخته چې کور ته راستنه نه شوه اؤ لټون یې پیل شو نو دهغې مړی د اوبو د یو ډنډ څخه ترلاسه شو.

هغه وویل کله چې یې دخپلې نمسۍ مړی د ضلعي مرکزي روغتون پاړاچنار ته یوړو نو دغلته د طبي راپور څخه په ډاګه شوه چې په ماشومه جنسي تیری شوی دی.

پولیس وایي دپېښې نه وروسته یې د مکتب دوه څوکیداران نیولي اؤ دهغوئ څخه پلټنې کوي.

دسیمې څخه سرچینو وائس اف امریکه ډيوه ته ویلي د وژل شوې ماشومې مور څلور کاله وړاندې مړه شوې وه اؤ اوس هغه د نیا په کور اوسیدله.

د وژل شوې ماشومې نیکه ګل علي رسنیو سره خبرو کې دپاکستان دسترې محکمې،پوځ اؤ سیمه ییزې انتظامیې څخه ددې پېښې د نوټس اخستلو غوښتنه کړې ده.

اخوا نن د زیارت په ورځ دپاکستان دسینیټ دکورنیو چارو دقائمه کمیټۍ په غونډه کې په دې پېښه سخت خفګان اؤ غصه ښودل شوې اؤ ددغه کمیټې چئیرمین ښاغلي رحمان ملک دخیبر پښتونخوا په حکومت ټینګار کړی چې دې پېښه کې ککړ کسان باید زر تر زره ونیول شي اؤ له نیول کیدو وروسته دې په ډاګیز میدان تیزندي کړل شي.

دسینیټ کمیټې دخیبر پښتونخوا دپولیسو سرلښکر ته امر کړی چې د ګل سکینې د وژنې دپېښې دپلټنو څارنه باید پخپله وکړي اؤ په دې معامله کې دې هیڅ رقم غفلت ونه زغمل شي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې له جنسي تیري وروسته د ماشومانو د وژنو کچه داندېښنې ترحده لوړه شوې ده

راپورونه ښایي چې په ۲۰۱۷م کال کې په ټول هيواد کې له ماشومانو سره د جنسي تیري ۴۱۳۹ پيښي رامنځته شوي دي.

پاکستان کې دماشومانو په ضد دتشدد دپېښو ثبت کولو ادارې ساحل پخپل یو راپور کې ویلي چې په کال ۲۰۱۸م کې دماشومانو پر ضد دجنسي تیري په پېښو کې۳۸ فیصده زیاتوالی راغلی دی اؤ په ماشومانو له جنسي تیري وروسته دهغوئ د وژنو پېښې هم سیوا شوي دي.

تير کال د قصور د زينب په نوم د يوې کوچنۍ نجلۍ قتل په ټول پاکستان کې خلک سخت په غصه کړي وؤ. زينب تر جنسي تيري وروسته ووژل شوه. د زينب قاتل بيا ونيول شو او د مرگ سزا ورته ورکړل شوه.

ساحل وایي په پاکستان هره ورځ نهه ماشومان د جنسي زیاتو د پېښو سره مخ کیږي.

تیرکال قامي اسمبلۍ ته وړاندې شوؤ شمیرو کې ویل شوي وؤ چې تیرو پینځوؤ کالو کې په دغه هیواد کې په ۱۷زره اؤ ۸۶۲ؤ ماشومانو جنسي تیری شوی دی

دماشومانو اؤ‌بشري حقونو دپاره په مبارزه بوخت فعالین وایي چې دپاکستان په تعلیمي ادارو کې ماشومانو ته هیڅ روزنه نه ورکول کیږي چې څنګه باید د جنسي تیریو نه ځان خوندي وساتي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG