لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې وکيلان وايي د پوځي مشر د ماموريت غځولو پرېکړه په توره ورځ نمانځي


په پاکستان کې د وکيلانو ګډې کمېټۍ ويلي د تحریک انصاف د حکومت د پوځي مشر جنرل باجوه د مودې غځولو د پرېکړې پرضد به ۲۸م د تورې ورځې په توګه نمانځي او احتجاجا به کاربندیز کوي.

د وکيلانو د ګډې کمېټۍ مرستیال مشر سيد امجد شاه وايي د دوی کاربنديز د کوم شخصيت پرضد نه دی بلکې دوی ادارې پياړې کول غواړي.

وي او ای ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل "کله چې د اګست په مياشت کې حکومت د پوځي مشر د مودې غځولو پرېکړه کړې وه هغه وخت د وکيلانو د منتخب تنظميونو ګډې کمېټۍ دغه پرېکړه غندلې وه ځکه وزیراعظم عمران خان په خپله ويلي ؤ چې که جګړه ولې نه وي د پوځي مشر موده دې ونه غځول شي".

هغه وويل د وکيلانو د تنظيمونو استازو په ګډه پرېکړه کړې چې "په کومه ورځ موده غځېده پېل کيږي هغه ورځ به دوی د تورې ورځې په توګه نمانځي".

امجد شاه وايي "دغه ډول د شخصياتو له امله ادارې کمزورې کيږي، د شخصيتونو ضرروت نه وي ادارې پياوړې کول پکار دي، ځکه د بار دا دريځ دي دا قوم او دا رياست به هغه وخت پیاوړی کيږي کله چې ادارې پياوړې وي او چې د کله پورې دا نظام داسې روان وي په مودو غځولو، نو دا نظام ورسره کمزوری کيږي".

هغه وويل د پوځي مشر يا د مشر قاضي سره یې اختلاف نشته دوی يواځې د ادارو خبره کوي چې د شخصيتونو په ځای دې ادارې پیاوړې کړی شي.

شاه زياته کړه په ۲۸ نومبر به په ټول پاکستان کې وکيلان احتجاجا عدالتونو ته نه ځي او د تورې ورځې نمانځلو په توګه به یې په لاسونو تورې پټۍ تړلې وي.

د پاکستان د سرکاري ميډيا ترمخه د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ماموريت د مودې غځولو امر د اګست په ۱۹ نېټه شوی ؤ.

د ځايي میډيا ترمخه دوه ورځې وړاندې د وزیراعظم عمران خان دفتر پخلی کړی ؤ چې د پوځي مشر جنرل قمر جاوېد باجوه د ماموريت د نورو درېو کالو مودې غځولو پرېکړه د اګست په مياشت کې شوې وه.

د وزيراعظم دفتر دغه خبر په داسې حال کې خپور کړی چې د پوځ مشر د وزیراعظم سره ليدلي وو.

عمران خان په کال ۲۰۱۲م کې د پاکستان يو ټيلي ويژن چېنل (سما) سره په مرکه کې ويلي ؤ چې "که هغه وزيراعظم وی د جنرل اشفاق پروېز کياني د ماموريت موده به يې نه غځوله".

عمران خان ويلي ؤ ځکه به يې د پوځي مشر ماموريت نه غځولو چې د هغه په وېنا "زه پياوړې ادارې غواړم زه په دې يقين کوم چې ملک افراد نه چلوي ادارې يې چلوي، زه به د دې ملک ادارې پیاوړې کوم چې د ادارې کوم قانون وي هغه به ټول مني".

د پاکستان پيپلز ګوند حکومت په کال ۲۰۱۰م کې د هغه وخت د پوځي مشر جنرل اشفاق پروېز کیاني د ماموریت موده د درې کالو دپاره غځولې وه.

امجد شاه وايي د تحریک انصاف حکومت چې د ججانو د ماموريت دپاره د عمر سېوا کولو په لړ کې د ائين د ۱۷۹ ماده کې د بدلون دپاره قانوني مسوده پارلیمان ته راوړې وه، وکیلانو هغه هم غندلې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG