لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي دسي پیک پروژه دپاکستان اقتصاد اوږدې مودې دپاره ځپلی شي


 Alice Wells
Alice Wells

امریکې پاکستان ته خبرداری ورکړی چې دچین اؤ پاکستان ترمنځ داقتصادي لارې سي پیک جوړیدو سره به چین ته ګټه ورسیږي خو پاکستان ددې پروژې له امله د اوږدې مودې اقتصادي زیان موندلی شي.

دسویلي اسیا دپاره دامریکا ځانګړې استازې ایلس ویلز د زیارت په ورځ امریکا کې یوې دستورې په وینا کې ویلي چین اؤ پاکستان سي پیک ته دلوبې د اړولو “ګیم چینجر” نوم ورکوي خو ددې پروژې له امله به یوازې دچین ګټې خوندي کیږي اؤ امریکه له دې غوره اقتصادي بېلګه لري.

هغې وویل داخبره ډاګیزه ده چې سي پیک دپاکستان دمرستې پروژه نه ده ،پاکستان باید ددې پروژو په اړوند دچین څخه سختې پوښتنې وکړي

دایلس ویلز په وینا “دسي پیک اغیزې به هغه وخت د پاکستان په اقتصاد ولیدل شي کله چې څلور یا شږ کاله وروسته پاکستان ته د پورونو په مد کې پیسې ورکول ورپغاړه شي”

هغې وویل دسي پیک لاندې چې پاکستان ته کوم پورونه ورکول کیږي دهغې شرطونه هم نرم نه دي اؤ دچین کمپنۍ خپل مزدوران اؤ خام مالونه پاکستان ته استوي.حالانکې پاکستان کې پرله پسې په بې روزګارۍ کې اضافه روانه ده

امریکایي استازې وویل په ښکاره خو دا پورونه د اوږدې مودې دي خو بیا هم دپاکستان دموجوده وزیراعظم عمران خان داصلاحاتو په ایجنډه به دا پورونه لکه د تېرې تورې یا تلوار راځوړند وي.

هغې وویل دپاکستان اقتصاد ته د اډاڼې ورکولو دپاره امریکه سره غوره بېلګه موجوده ده اؤ امریکایي شخصي کمپنۍ پاکستان کې په سرمایه کارۍ کولو دپاکستان اقتصاد پیاوړی کولی شي.

چې دیوې سیمې یوې لارې په نوم دپروژې په اساس دمنځنۍ اسیا شاوخوا ۶۶هیوادونه په تجارتي لیکه یو بل سره پیوست کول غواړي اؤ ددغه پروژې دیوې برخې سي پیک په اساس یې پاکستان کې د۴۶اربو ډالرو دسرمایه ګزارۍ تړون پاکستاني چارواکو سره کړی دی.

خو امریکا ددې پروژې تر ټولو زیات مخالفت کوي اؤ تر دې وړاندې یې هم پاکستان ته څوځله خبرداري ورکړی‌ دي.

نړیوال بانک اؤ نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف هم وخت په وخت ددې پروژې له امله دپاکستان په اقتصاد دکېدونکو احتمالي اغیزو په حواله خپلې اندېښنې ښکاره کړي دي

دبلوم برګ په یو رپورټ کې ویل شوي چې دا مهال پاکستان دچین څخه دترلاسه کړو شپږاعشاریه اووه اربو ډالرو بار پغاړه لري اؤ پاکستان ته دا پیسې دجون ۲۰۲۲م کال پورې چین ته ورستنول دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG